محمو دراقي (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان څلور ماشومان برمته کړي دي.
د تګاب ولسوالۍ يوه قومي مشر هدايت الله د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٠ او ١٢ کلونو ترمنځ دغه ماشومان څلور ورځې مخکې د فضلي په نوم د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.
هغه زياته کړه، چې نوموړي ياد ماشومان له ځان سره په پوسته کې ساتلي او له کورنيو يې څلور ميليونه افغانۍ غواړي.
دى وايي چې هغه ته يې سپين ږيري ورلېږلي، د هغوى مخ يې هم ونه مانه او ماشومان يې تر اوسه نه دي خوشي کړي.
هدايت الله وويل چې ولسوال او امنيه قوماندان تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد عباس سادات بيا وايي چې تر اوسه د سيمې خلکو دوى ته په رسمي توګه شکايت نه دى کړى.
هغه زياته کړه: ((په شفاهي توګه ورته شکايت کوي، خو ما خلکو ته ويلي چې په دې اړه رسمي عريضه راوړي ، موږ به يې د تګاب امنيې قوماندانۍ ته ولېږو او هغوى به په دې اړه اقدامات وکړي.))
د يادونې ده، تر دې مخکې هم د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکو له سيمه ييزو پوليسو څخه شکايتونه کړي دي.