ميدانښار-چاريکار (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د ميدان وردګو ولايت مسوولين وايي، چې په بېلابېلو نښتو او عملياتو کې ٢٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پېښې په مرکز ميدانښار، چک، جلرېز، سيداباد او مرکزي بهسودو ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه، چې نن سهار او تېره شپه په يادو امنيتي پېښو کې د يوه وزيرستاني په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو پر مهال هوايي بريدونه هم شوي او د وسله والو مخالفينو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د کوتل په ملا يعقوب سيمه کې تېره مازيګر د يو موټر د چپه کېدو له امله ۱۲ ملکي وګړې ټپيان شوي دي .
د خوږياڼي په وينا، د ټپيانو له ډلې د پنځو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا ولايت کې د يوې نښتې پر مهال يو وسله وال غل وژل شوى، يو افسر او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ همايون رشيدي پژواک ته وويل چې دا پېښه نن سهار په دويم کوهستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP