Language

هلمند کې د ولايتي شورا کانديد او يو ديني عالم وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ۳۱ چنګاښ ۹۳): د هلمند په ځينو امنيتي پېښو کې د ولايتي شورا يو کانديد، ديني عالم او دوه کسان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي ، چې د ولايت د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي په سيمه کې د ولايتي شورا يو نوماند له دوو نورو کسانو سره د نامعلومو وسله وال له خوا وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وکيل عبدالشکور په نوم د ولايتي شورا کانديد د لښکرګاه د بشران سيمې اوسېدونکى و.

هغه زياته کړه، چې نوموړى تېره شپه د خپلو دوستانو کور ته ورغلى و، خو د بېرته راتګ پر مهال نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او له دوو نورو کسانو سره يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، ياده پېښه د باباجي د لويې هدېرې په سيمه کې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې وکيل شکور بېرته د خپل کور پر لوري روان و.

ځواک وايي چې تر دې مهال د پېښې په اړه پوره معلومات نه لري، خو د پوليسو له خوا يې په اړه پلـټنې پيل شوې دي.

د وکيل عبدالشکور د کورنۍ يوه غړي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل چې عبدالشکور په لښکرګاه کې د ټولنيزې شورا غړی هم و او دغه راز په تېرو ټاکنو کې هم ولايت شورا ته کانديد.

د هغه په وينا، د دې تر څنګ وکيل عبدالشکور په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې ډاکټر عبدالله لپاره کمپاين هم کاوه.

د يوه بل خبر له مخې، په ناوې ولسوالۍ کې د مولوي هاشم په نوم يوه ديني عالم د وسله والو له لوري وژل شوى دى.

د ناوې ولسوال حاجي عبدالمناف پژواک اژانس ته وويل چې نوموړى وړمه شپه د ولسوالۍ د زارس په سيمه کې د تراويحو تر لمانځه وروسته وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ياد ديني عالم له حکومت سره دنده نه لرله، د قران کريم حافظ و.

دى وايي چې دوو وسله والو د پوليسو په يونيفورم کې له کوره په دې بهانه ايستلى چې ولسوال غوښتى دى او بيا يې وژلى دى.

تر اوسه د يادو پېښو په اړه وسله والو څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.