Language

وسله والو د پنځو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه ووژل

جلال اباد (پژواک٣١ چنګاښ ٩٣): په لغمان کې وسله والو د پنځو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه وژلي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ناوخته د الينګار ولسوالۍ د تګ او ساندروا سيمو تر منځ وسله والو پر يوه سراچه موټر بريد کړى چې په ترڅ کې يې پنځه ملکي وګړي او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په ياد موټر کې يو ملکي وګړى زخمي هم دى.

د ځواک په خبره، ټپي روغتون ته لېږدل شوى او دا مهال تر درملنې لاندې دى.

د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي بيا وايي چې دا د سولې او هېواد د دښمنانو کار دى او دى يې په کلکه غندي.

د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکى معلم رحيم الله وايي چې د الينګار ولسوالۍ ټول اوسېدونکي پر يادې پېښې خواشيني دي.

نوموړى وايي چې وسله والو له دې وړاندې هم د لغمان ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر ملکي وګړو بريدونه کړي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ياده دې وي چې څه موده وړاندې په لغمان ولايت کې د واليبال پر ميدان هم وسله والو بريد کړى و چې يو شمېر سپورت کوونکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.