Language

کونړ کې د اسراييلو پر ضد لاريون وشو

اسعداباد (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د  کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې لسګونو کسانو د اسراييلو پر ضد لاريون وکړ او د غزې د عامو خلکو وژنه يې وغندله.

له تېرو څو اونيو راهيسې اسراييلي پوځيانو د فلسطين پر غزنې ښار ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي چې تر اوسه نږدې ٦٠٠ فلسطينيان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي.

د کونړ اوسېدونکو نن (د چنګاښ ٢١مه) د لاريون پر مهال مرګ پر اسراييل، مرګ پر يهودانو او مرګ د اسلام پر دښمنانو شعارونه ورکول.

دغه لاريون چې په کې د مرکز او ولسواليو د اوسېدونکو ترڅنګ علما کرامو او ځوانانو برخه اخيستې وه، دا سعداباد د شهيدان په څلور لاره کې راټول شوي وو او تر يوه ساعت وروسته يې لاريون په سوله ييزه توګه پاى ته ورسېده.

د لاريون يوه سمبالوونکي مولوي الله يار پژواک اژانس ته وويل چې دوى پر فلسطين اسراييلي بريدونه په کلکه غندي .

هغه له ټولې اسلامي نړۍ او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د اسراييلو د دغو ظلمونو پوښتنه وکړي او چوپه خوله دې نه پاتې کېږي .

د ذبيح الله په نوم د لاريون يوه ګډونوال پژواک ته وويل چې دوى د فلسطين له مظلوم ولس سره په دغه غم کې شريک دي.

Related Topics