جلال اباد-پل علم ، لښکرګاه (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): په لوګر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې شپږ ځانمرګي وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې دا پېښه پرون د دغه ولايت د مرکز پل علم اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ياد وزارت له خوا د زمري په لومړۍ پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ياد بريدګر د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوي دي.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه د پل علم په بابوس سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اېتلافي ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې په ياده سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو سراچه موټر په نښه کړى او شپږ وسله وال يې وژلي دي.
د نوموړي په وينا، تر بريد وروسته په موټر کې چاودنې هم شوې، چې کېداى شي وژل شوي ځانمرګي بريدګر وو او د هغوى چاودېدونکي توکي چاودېدلي وي.
امنيه قوماندان وويل چې په وژل شوو کې د طالبانو د يوه سيمه ييز مشهور قوماندان ملا امرالله مرستيال هم شامل و.
څو ورځې مخکې هم په بابوس کې د بهرنيو په يوه هوايي بريد کې ١٥ وسله وال وژل شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ په سيمه کې د ايساف ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ په سيمه کې ايساف ځواکونو ځانګړي عمليات کړي چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د وسله والو مهم قوماندان هم شامل دى.
د مشرقيوال په خبره چې په عملياتو کې درې وسله وال د ايساف ځواکونو له لوري ژوندي نيول شوي دي.
بلخوا د هلمند ولايت مسوولين وايي چې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې يې ترسره کړي، څلور وسلوال وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په وژل شويو کسانو کې د قاري سيدو په نامه د طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.
وسله والو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP