Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د سولې له کمېټې سره جعلي وسله وال يوځاى شوي”

جلال اباد (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د ننګرهار د اچين او نازيانو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران وايي، چې د سولې له ولايتي کمېټې سره د شخصي زندان لرونکو او د ملکي وګړو تښتوونکي يوځاى شوي دي.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي سپين غر شينواري د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې له رسنيو څخه اورېدلي، چې د سولې له ولايتي دفتر سره د سيد جلال پاچا په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان يوځاى شوى دى.

ده وويل چې ياد کس په اچين، سپين غر او نازيانو ولسوالۍ کې مشهور غل دى، چې انسانان تښتوي او له وسله والو سره يې نښتې هم کړې دي.

هغه زياته کړه: ((د لشکر اسلام په نوم يوه ډله وه، د هغې مشري يې په غاړه وه، په اچين ولسوالۍ کې يې شخصي زندانونه جوړ کړي وو.))

د خالقيار په نوم يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل، چې سيدجلال پاچا د اچين او سپين غر ولسوالۍ ماشومان هم پېژني، چې په مياشتو مياشتو له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې پاتې شوى او په دغې ولسواليو کې يې شخصي زندانونه لرل.

ده وويل: ((دغه کس اول په پېښه سيمه کې و، هلته چې يې نښتې وکړې، بيا لاړ مامند ته، هلته مېشت شو، څو ځله يې پېښه والو ته ماينونه کېښودل او عام وګړي يې په کې ووژل.))

د نوموړي په وينا، سيد جلال او ډله يې خلک په شخصي زندانونو کې بندوي او بيا يې د پيسو په مقابل کې پرېږدي.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى اشناګل بيا وايي، د نوموړي ورور يې په شخصي زندان کې بند کړى و او بيا يې د پيسو په مقابل کې ترې راخلاص کړ.

هغه پر حکومت غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يوځاى شوى تن انسان تښتوونکى او مشهور غل دى، بايد قانوني چلند ورسره وشي.

ده زياته کړه: ((لسګونه پېښه وال يې وژلي دي، دى نه طالب دى او نه هم د اسلامي امارات واله، بايد محاکمه شي.))

قومي مشر ملک عثمان که څه هم له خبرو کولو ډډه وکړه، خو نوموړي د پژواک خبريال د پوښتنې په ځواب کې همدومره وويل: ((پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم__ ته راته سبا سبا کوه زه به بېګاه کړم؛ زما دا يو شعر ستا د پوښتنې په ځواب کې کافي دى، هر څوک پوهېږي چې غوا توره او شيدې سپينې.))

د اچين ولسوالۍ يوه بل قومي مشر ملاجان شينواري پژواک ته وويل، چې په دې اړه ځکه خبرې نه شي کولى چې اوس دى د دولت په چوکاټ کې کار کوي.

د اچين ولسوال سيد رحمان مومند هم په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو څه موده وړاندې، نوموړي له رسنيو سره په مرکو کې ويلي و، چې په ياده ولسوالۍ کې يو شمېر کړيو شخصي زندانونه جوړ کړي دي.

همدارنګه يو شمېر قومي مشرانو هم له ځينو رسنيو سره په مرکو کې، ياد کس د شخصي زندانو د مشر په توګه معرفي کړى و.

د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې مشر بلال کريم مومند بيا وايي، چې نوموړى کس پخوا د لشکر اسلام ډلې غړى و، خو اوس د اسلامي امارت له ډلې له دوى سره يوځاى شوى دى.

دى زياتوي، چې د سولې له پروسې سره، که هر وسله وال يوځاى کېږي، نو ملي امنيت اداره يې تاييدوي او له هغې وروسته له دوى سره يوځاى کېږي.

بل خوا د سولې له پروسې سره يوځاى شوى سيد جلال پاچا بيا د خلکو د ادعاوو په اړه له څه ويلو ډډه کوي، خو زياتوي چې شاوخوا ١٣ کاله د پاکستان د اى ايس اى پر لمسون يې جګړه کړې او نور يې ترې لاس اخيستى دى.

د چارو شنونکي حاجي نعمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې يواځې په ننګرهار کې نه، بلکې په ټول هېواد کې د سولې ولايتي کمېټو جعلي چارې پيل کړې دي.

نوموړى وايي، لسګونه نورې بېلګې شته چې په کې جعلي وسله وال د سولې له کمېتې سره يوځاى شوي دي.

هغه زياته کړه: ((هغه خلک چې عام وګړي يې وژلي، ښه لاره يې ورته جوړه کړې چې د سولې له کمېټې سره يې يوځاى کړي، نور خو پوښتنه نشته چې څه شوي او څه کېږي.))

دى وايي چې حکومت دې نور د دا ډول جعلي کارونو مخه ونيسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.