Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چهاردرې امنيه قوماندان په ځانمرګي بريد کې ټپي شو

کندوز (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د کندوز ولايت د چهادرې ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره په ځانمرګي بريد کې ټپي او يو بل ساتونکى يې وژل شوى دى.

دغه بريد نن سهار شل باندې اوه بجې د کندوز ښار د دويمې ناحيې اړوند په هندو سوزان پل کې هغه مهال تر سره شو، چې د چهاردرې ولسوال سمونوال غلام محى الدين له کوره د دفتر پر لور روان و.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ځانمرګي بريد کې امنيه قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوى او يو بل ساتونکى يې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ټپيان په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوي او د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نه درلودل.

حسيني زياته کړه، چې د ځانمرګي مړى له منځه تللى او د پېژندلو نه دى.

د محمدقاسم په نوم يوه عيني شاهد وويل: ((سهار مهال يوه زوروره چاودنه وشوه او د کورونو ښېښې ماتې شوې، فکر مې کاوه چې راکټ لګېدلى، خو کله چې له کوره را ووتم، ومې ليدل چې ځانمرګى بريد و.))

نوموړى وايي، چې په دغه بريد کې کرولا موټر ويجاړ شوى او يو مړى چې سر يې له تنې بېل شوى و، په سيمه کې ليدل کېده او پوليسو څو ټپيان روغتون ته ولېږدول.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د چهاردرې امنيه قوماندان سخت ټپي شوى او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه بريد د عبدالباسط تخاري په نوم يوه طالب له خوا شوى دى.

سمونوال محى الدين يو پخوانى جهادي قوماندان و او په چهادره کې يې د وسله والو مخالفينو پر ضد جګړه کې ډېر رول درلود.

پر نوموړي په تېرو شپږو مياشتو کې دوه ځلې په هندوسوزان پله کې د ماين چاودنه وشوه، خو له دې پېښه ژوندى وتلى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.