کندهار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي نشته، خو د ښوونکو په نوم هره مياشت سلګونه زره افغانۍ را ايستل کېږي او شخصي جېبونو ته ځي.
بلخوا د کندهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، د دې ولسوالۍ لپاره په تشکيل کې ٤٠ ښوونځي لري، چې ٨ يې د ناامنيو له امله تړلي او پاتې نور يې پرانيستي دي.
خو د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي د پوهنې رياست دا څرګندونې نه مني او وايي په ولسوالۍ کې يې هيڅ ښوونځى نشته او د ماشومانو پر برخليک يې سوداګري روانه ده.
د معروف ولسوالۍ يوه قومي مشر عبدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې له کلونو راهيسې ښوونځي نشته او د پوهنې بهير تش په نوم دى.
هغه زياته کړه، معروف ولسوالۍ په دوو لويو برخو وېشلې چې يوه د بارکزو ناوه او بله د عليزو ناوه ده، د عليزو په ناوه کې وسله وال مخالفين فعال دي، خو د بارکزو ناوه چې له امنيتي پلوه خوندي او ګڼ کلي لري، خو هيڅ ښوونځى په کې نشته.
دى وايي، په بشپړه ولسوالۍ کې يې يوازې د وام کلي ښوونځى دى، چې کله له مرکز او يا ولايت څخه يو پلاوى راشي، هلته ورته د نمايش لپاره ماشومان راټول کړل شي او هغوى ته وښودل شي چې دلته ښوونځي فعال دي.
افغان تور ولګاوه چې د معروف ولسوالۍ د ماشومانو پر برخليک د ولسي شورا د غړو په نوم څو تنو سوداګري پيل کړې، ښوونځي يې بند ساتلي، خو د ښوونځيو په نوم بودجه اخلي او په خپلو منځونو کې يې وېشي.
ده وويل، چې پر ولسوالۍ يې څو تنه حاکم دي او خلک يې له وېرې پر وړاندې خپل غږ نه شي پورته کولاى.
افغان زياتوي: ((داسې نه ده چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ښوونځي نه غواړي او يا علاقه نه ورسره لري، بلکې همدا اوس د دې ولسوالۍ سلګونو کورنيو خپل اولادونه کندهار ښار، کابل، جلال اباد او ان پاکستان ته د زده کړو لپاره لېږلي، چې نه يوازې د هغوى لرې والى، بلکې د هغوى لپاره لوى لګښت زغمي.))
نوموړي د بېلګې په توګه د يو شمېر لويو کلو نومونه ياد کړل، چې سلګونه کورنۍ په کې ژوند کوي او هر کلي له ٣ تر ٥ جوماتونه لري، خو په يوه کې يې ان يو ښوونځى هم نشته.
ده وويل: ((باره خېل، نېکوله، درخېل، ګړنګ، موريد، لوغى، حاجي عبدالرحمن غرشين کلى، تبۍ، اعلى جرغه، سيوى، پوټى، د اسحاقزو لوى کلى، لوى چنيګر، کوچنى چنيګر، لوړه ولګۍ، کښته ولګۍ، حاجي عبدالرازق شېله او په لسګونو نور لوى لوى کلي دي، خو يو ښوونځى هم په کې فعال نه دى.))
د معروف ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عبدالوهاب بارکزي هم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې نه يوازې د پوهنې په نوم په سلګونو زره افغانۍ د څو تنو جېبونو ته ځي، بلکې د ملي پيوستون هم همدا حال دى.
هغه زياته کړه: ((پر دې ولسوالۍ حاکم ګروپ نه يواځې د دې ولسوالۍ د کوچنيانو د ښوونې او روزنې پيسې غلا کوي، بلکې د ملي پيوستون پيسې هم په خپل منځ کې سره وېشي.))
د نوموړي په وينا، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ښوونځيو د نه شتون له امله خپل ماشومان د زده کړې لپاره په عنعنوي توګه جوماتونو ته لېږي، چې هلته هم هيڅ نه شي زده کولاى.
د معروف دغه اوسېدونکي د ولسوالۍ ولسي شورا، د پوهنې رياست يو شمېر مامورين او د ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي محمد شفيق او يو شمېر نور زورواکي په فساد کې ښکېل وګڼل او ويې ويل، چې هره مياشت د ښوونکو سلګونو زره افغانۍ معاش خپلو شخصي جېبوته اچوي.
هغه د پوهنې له وزارت څخه وغوښتل چې د ماشومانو پر برخليک دې يې پيل کړى تجارت ودروي او د پوهنې بهير ته دې سمه او جدي پاملرنه وکړي.
د کندهار پوهنې رياست ته نږدې يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې هره مياشت د معروف ولسوالۍ د ٣٤ ښوونځيو او په دغو ښوونځيو کې د ١٤ زره نارينه او ښځينه زده کوونکو، ٦٣٦ تنو ښوونکو او د ښوونځيو د ١١٢ ملازمينو په نوم ٢٣ لکه افغانۍ ايستل کېږي.
سرچينه وايي، پر دې سربېره د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو، يوې ديني مدرسې او ليليې په نوم هم بوديجه اخيستل کېږي او د څو محدودو کسانو جېبونو ته ځي.
خو د معروف ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي محمد شفيق دا يواځې تورونه بولي او وايي چې معروف ولسوالۍ ته د پوهنې وزارت له لوري ٤٠ ښوونځي ورکړل شوي چې يو يې لېسه، شپږ منځني او پاتې نور لومړني ښوونځي دي، چې يوازې اته يې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله تړلي دي.
نوموړى چې له ١٣٩٠ لمريز کال راهيسې د دې ولسوالۍ د پوهنې د مدير په توګه دنده ترسره کوي، زياتوي چې تر ده مخکې د پوهنې په برخه کې فساد موجود و، خو کله چې دى راغلى د فساد مخه يې نيولې او شاوخوا ٢٦ ښوونځي يې فعال ساتلي دي.
هغه دا ګيله هم وکړه، چې ډېر مهال ښوونکو ته ان په مياشتو مياشتو معاش نه رسېږي، چې د دې ستونزې له امله هم ځيني ښوونځي تړل شوي دي.
بلخوا د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري وايي، چې که څه هم په خپله دې ولسوالۍ ته نه دى تللى، خو هغه پلاوى چې څه موده مخکې د پوهنې د حالت د ارزونې لپاره لېږل شوى و، په خپل راپور کې يې د ٣٢ ښوونځيو د فعاليت خبر ورکړى دى.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى هم له معروف ولسوالۍ څخه داسې خبرونه تر لاسه کړي، چې هلته ښوونځي نشته.
هغه زياته کړه: ((د ولسوالۍ مسوولين او د پوهنې د چارو مسوولينو تل د ولايت مقام په اداري غونډو کې ويلي چې په دغه ولسوالۍ کې ښوونځي فعال دي، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغلته هيڅ ښوونځى نشته.))
دى وايي، ولايتي ادارې د دې موضوع د څېړلو په موخه د کندهار د استيناف څارنوالۍ په مشرۍ د ولايت مقام او پوهنې رياست اړوند يو پلاوى په دنده ګومارلى، تر څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې قانوني اقدامات وکړي.