Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

المان: د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوو

کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د المان دفاع وزيره وايي، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو روزنې ته به دوام ورکړي.

دغه څرګندونې د المان د دفاع وزيرې اورسلا وان دېرلېن له ولسمشر حامدکرزي سره د پنجشنبې په ورځ (د زمري ٢مه) په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او المان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام، له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون، د ناټو د حضور پر دوام، د امنيتي مسووليتونو د لېږد، د افغانستان د ټاکنو او د سولې د بهير په اړه خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، د المان د دفاع وزيرې، افغانستان ته د خپل سفر په اړه ولسمشر حامد کرزي ته معلومات وړاندې کړل.

سرچينه کاږي، د المان د دفاع وزيرې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د امنيتي ځواکونو او روغتيا په برخو کې د تېرې يوې لسيزې د پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او هغه يې وستايل.

نوموړې، ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړى، چې المان د افغانستان دوست هېواد دى او خپلو همکاريو ته به په مختلفو ساحاتو کې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنيتي ځواکونو روزنې ته به ادامه ورکړي.

د خبرپاڼې په حواله، حامد کرزي په دې کتنه کې وويل، چې المان د افغانستان دوست هېواد دى او دا تاريخ ثابته کړې ده.

هغه زياته کړې، چې د افغانستان خلک له المان سره پر خپلې دوستۍ خوشحاله و او خوشحاله دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.