جلال اباد (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د کابل-جلال اباد پر لويه لاره نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ٨ تنه مړه او ٢١ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه نن (د زمري ٢مه) سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د سروبي د نغلو په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د وحيد په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې په نغلو کې درې موټر سره ټکر شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه ترافيکي پېښه د يوه سرف موټر د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوه او يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د سروبي د روغتون يوه ډاکټر عطاء محمد ميازاده پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ٨ مړي او ٢١ ټپيان ور وړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وباله.
د سروبي د ترافيکو مديريت يوه کارکوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، ياده ترافيکي پېښه د ټانکر، سرف او مرسډيز موټرو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
دى وايي چې ډېرى ټپيان او مړي د سرف او مرسډيز موټرو د سپرليو دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP