Language

وسله والې نښتې په ده يک کې د غنمو فصلونه سوځولي

غزني (پژواک  ٢ زمرى ٩٣): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې له امله د ځايي کروندګرو فصلونو اور اخيستى او پر ١٦ جريبه ځمکه ولاړ غنم سوځېدلي دي.

د ده يک ولسوال کريم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ″تاسن″ سيمه کې وسله والو د پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

ولسوال وايي، چې د بريد په ترڅ کې پر ولاړو فصلونو د وسله والو له لوري توغول شوې د رسام مرمۍ لګېدلې او اور لګېدنه يې رامنځته کړې ده.

ده وويل چې ځايي خلکو تر جګړې وروسته په ډېر مشکل د اور وژلو هڅه وکړه، خو ونه توانېدل مړ يې کړي.

د غزني د والي وياند شفیق ننګ پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او يادونه يې وکړه چې په دې نښته کې افغان پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په ځوابي ډزو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېره ونه ښوده.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالقادر پژواک ته وويل چې په دې اورلګېدنه کې يې پر درې جريبه ځکه ولاړ فصل د اور خوراک شو.

هغه وايي: ((موږ د جګړې په پاى کې پوه شوو، چې فصلونو مو اور اخيستى، ډېره هڅه مو وکړه خو اور مو مړ نه کړاى شو .))

د نوموړي په خبره، په ياده سيمه کې د نورو کروندګرو فصلونه سوځېدلي او زيانونه ور اوښتي دي.

د سیمې بل اوسېدونکي محمداشرف پژواک ته وويل، ښکېلې غاړې بايد د جګړو پر مهال پام وکړي چې له هرې خوا خلک زيانمن نه کړي.

دى وايي: ((موږ لېدل چې طالبانو د جګړې پر مهال د رسام مرمۍ فير کولې، وروسته معلومه شوه، چې د غنمو ولاړ فصلونو يې له امله اور اخيستى. اوس دا خلک څه وکړي،دوى بله ګټه وټه نه لري.))

د وسله والو او افغان سرتېرو په بريدونو کې ډېر کله ځايي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي خو دا لومړى ځل دى چې په غزني کې له وسله والو سره د جګړې پر مهال د غنمو فصلونه اور اخلي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics