Language

اسعد اباد (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پولې له هغې غاړې څخه د پاکستانيو پوځيانو له لوري ٥٦ توغندي را ويشتل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د پنجشنبې په ورځ (د زمري ٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې شــپې له شپــږو بجو نه د سهار تر نهو بجو پورې يې  د پولې له هغې غاړې نه د پاکستانيو پوځيانو له خوا د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ او نولۍ سيمو شپږ پنځوس د لرې واټن توغندي راويشتي دي.

ده زياته کړه، په دې توغنديو کې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي او همدارنګه يې کورنۍ له وېرې سره مخ کړې دي.

د هغه په وينا، که نړيواله ټولنه يې مخه ونه نيسي، نو امکان لري چې د سرکاڼو ولسوالۍ د سرحدي سيمو خلک هم کډې کولو ته اړ شي.

Related Topics