جلال اباد (پژواک، د زمري دويمه ٩٣): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دولتي فارمونو پر ځينو برخو ځمکو وسله وال حاکم دي او سږ کال يې ترې ١٨٠زره ډالره عايدترلاسه کړى دى.
د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ اړوند د کانال په ډېرو فارمونو کې هغه کوچيان مېشت دي چې له وسله والو سره اړيکې لري او يا هم په خپله د وسله والو قوماندانان دي.
د نوموړي په وينا، د غازي اباد فارم، درېيم فارم او دويم فارم په يو شمېر بلاکونو کې کوچيان په زوره مېشت دي او ياده ځمکه پر خپل سر کري.
ولسوال وويل: ((همدغه دولتي ځمکه وسله وال پر خپل سر کري او ريبي، حاصلات ترې اخلي او پر همدې پيسو بيا له موږ سره جنګېږي، د دې ځمکې ګټه دولت ته دومره نشته لکه څومره چې وسله والو ته ده.))
حاجي غالب زياته کړه چې تېر کال وسله والو مخالفينو د بټي کوټ ولسوالۍ له فارمونو سل زره امريکايي ډالر عايدات ترلاسه کړى و، خو سږ کال بيا ياده کچه تر يوسل او اتيا زره امريکايي ډالرو لوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، له يو شمېر نورو فارمونو څخه هم وسله وال عشر ټولوي او پر همدې پيسو د جنګ لپاره تابيا نيسي، ټپيان درملنه کوي او د ملي اردو او ملي پوليسو د وژلو لپاره هڅې کوي.
د بټي کوټ ولسوال له ولايتي ادارې وغوښتل، که چېرې سږ کال د ځمکو وېش کېږي نو بايد ټولې ځمکې د بټي کوټ اوسېدونکو ته ورکړل شي، تر څو دوى ترې ضمانتونه واخلي او ګټه يې وسله والو ته ولاړه نه شي.
دى وايي: ((د همدې وسله والو قوماندانان دي چې په زور پراته دي، خو موږ ورته تصميم لرو موضوع مو له ولايت سره شريکه کړې ده.))
د نوموړي په خبره، ولايتي چارواکو ژمنه ورسره کړې چې له اختره وروسته به د يادې موضوع پر وړاندې جدي غبرګون ښيي.
د بټي کوټ ولسوالۍ يو قومي مشر ملک نصيب هم ياده ستونزه مني او وايي چې وسله وال د دولت پر فارمونو حاکم دي او د حکومت زور پرې نه رسيږي.
د ده په خبره چې ياد فارمونه هغو کوچيانو په زور نيولي کوم چې پر وسله وال فعاليت کې ښکېل دي.
نوموړي وويل: ((همدغه خلک د خپلو ګټو په خاطر په بټي کوټ کې ناامني رامنځته کوي، تر څو ګټې يې خوندي پاتې شي، ځکه هر کال په سلګونه زره افغانۍ عايدات ورته ورځي، نو په کار ده چې مخنيوى يې وشي.))
دى وايي که چېرې پر وسله والو د ځمکې د حاصل مخه بنده شي نو په خپله به په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ شي.
د بټي کوټ يوه اوسېدونکي حسن خان هم پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ناامني هغو وسله والو رامنځته کړې چې سلګونه جريبه ځمکې يې په زور نيولې دي.
نوموړى وايي چې په ياده ځمکه کې کوچيان کښت کوي او د خپلو ګټولپاره هم وسله والو ته پټنځاى ورکوي او يا هم دوى ورسره همکار دي.
هغه زياته کړه: ((دلته چې په وسله والو کې څوک دي هغه ټول کوچيان دي، دولتي فارم يې کرلى هلته ترې حاصل هم اخلي او پر دې پيسو جګړې هم کوي.))
د ده په وينا، که چېرې له يادو فارمونو کوچيان و ايستل شي او پر ځاى يې د دې سيمې خلکو ته ځمکې ورکړل شي له يوې خوا به په امنيت کې ښه والى راشي او له بلې خوا به يې ګټه د همدې سيمې اوسېدونکو ته ورسېږي.
بلخوا د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل هم ياده ستونزه مني او زياتوي چې تېر کال يو شمېر داسې کسان وو چې دوى ته يې د ځمکو اجارې نه دې ورکړې.
نوموړي زياته کړه چې د بټي کوټ ولسوالۍ په فارمونو کې يو شمېر کوچيان موجود دي، چې ځيني وخت يې له وجوده مشکلات راولاړېږي.
ده وويل: ((ډېره کمه ځمکه ده چې موږ ته يې اجاره نه ده راکړل شوې، خو د نورې ټولې ځمکې اجاره مو راټوله کړې ده))
دى وايي چې د کال په پاى کې د دوى د امريتونو له لوري د هغو اشخاصو نومه په ګوته کېږي چې کومو اجاره نه ده ورکړې او وروسته له دې به يې دوى امنيتي ځواکونو ته نومونه ورکړي تر څو جلب يې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP