غزني ښار (پژواک،٣زمرى٩٣): وسله والو طالبانو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يوتن د غلاوو او وژنو په تور په عام محضر کې پر ډزو سره وواژه.
د ده يک ولسوال کريم الله پژواک خبري اژانس ته وويل،چې طالبانو تېره مازيګر د دې ولسوالۍ د ″کولالګو″سيمه کې د ″زلفو ″په نوم يو تن په عام محضر کې پر ډزو سره وواژه.
د ولسوال په وينا، چې طالبانو ددې پرېکړې پر مهال تر زرو ډېر ولسي وګړي هم په سيمه کې را ټول کړي وو.
د اسدالله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، طالبانو د دې پرېکړې پر مهال په عام محضر کې اعلان وکړ، چې دا تن د غلا او وژنو په تور وژني.
ده وويل: (( طالبانو ويل،دې تن د نورو وژنو او غلاوو تر څنګ وړمه شپه له يوه کوره غلا کړې او د کور خاوند يې وژلى. د طالبانو له پرېکړې وروسته د وژل شوي تن د کورنۍ يوه غړي پر تورن تن ډزې وکړې او بيا طالبانو هم وويشته .))
هغه وايي، چې د طالبانو ددې پرېکړې لپاره د غزني له بېلابېلو ولسواليو او سيمو څخه زيات شمېر خلک راغلي وو او تر ٥٠ زياتو طالبانو د سيمې امنيت نيولى وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.