لښکرګاه ( پژواک، ۳ زمری ۹۳ ) د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.
دهلمند دوالي ویاند عمرځواک د زمري په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه نن مازیګر په پنځو بجو د لښکرګاه اړونده د بولان سیمه کې دهندوانو مار کیټ کې د موټرسیکل په وسیله شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې ۴ ملکي وګړي ټپيان سوي.
د ونه ویل چي دچاودني هدف څوک و.
له سیمي څخه دسید سمیع الله په نوم تن وویل چاودنه دملکي خلکو په منځ کي وشوه.
بل خوا په لښکرګاه کې د ایمریجنسي روغتون یو تن مسول وایې له دي پیښي دوی ته ۶ ټپیان راوړل شوي چې ټول ملکیان وو او دري تنه یې له لومړۍ درملني وروسته رخصت سوي.
ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP