اسعداباد (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پرون ماښام په دانګام ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.