Language

د رېګستان امنيه قوماندان له پنځو ساتونکو سره ووژل شو

کندهار (پژواک ٤ زمرى ٩٣): وسله والو مخالفينو د کندهار پر ريګستان ولسوالۍ بريد کړى، چې په پايله کې يې د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان بسم الله له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوى دى، دغه راز په دې جګړه کې ٧ وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پر يادې شوې ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو بريد تاييدوي او وايي، داسې خبرونه يې تر لاسه کړي چې د سلو په شاوخوا کې وسله والو مخالفينو د رېګستان ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ ساعتونه ساعتونه جګړه شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مينه پال تاييد کړه، چې په په دغه بريد کې د رېګستان امنيه قوماندان بسم الله جان له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوى او دغه راز له مقابل لوري هم ٧ تنه وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، اوسمهال د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په خپله رېګستان ولسوالۍ ته تللى او د وسله والو د ځپلو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

دى وايي، عمليات په ډېره ښه توګه پر مخ روان دي، چې ګڼو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو هغه يې کره شمېره و نه ښودله.

بل خوا سلګونو وسله والو مخالفينو پر ژيړۍ ولسوالۍ هم وسله وال بريدونه کړي، چې د پوليسو له لوري پر شا تمبول شوي او دغه ولسوالي له سقوط څخه ژغورل شوې ده.

امنيتي سرچينې وايي، نن سهار د ٢٥٠ په شاوخوا کې وسله والو د کندهار پر ژيړۍ ولسوالۍ بريدونه پيل کړل، چې د پنجوايي ولسوالۍ پوليسو يې مرستې ته ورغلي او وسله وال يې پرشا کړي دي.

 

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه وسله وال د هلمند په سنګين کې تر ماتې وروسته لومړى ميوند او بيا ژيړۍ ولسوالۍ ته راغلي دي.

هغه زياته د وسله والو د بريد په اړه يې مخکې له مخکې معلومات تر لاسه کړي وو او له امنيتي چارواکو سره يې شريک کړي وو.

دى وايي، د وسله والو له خوا پيل شوي بريدونه د مازيګر تر ٤ بجو روان وو او نږدې وه چې وسله وال د سيمه ييزو او ملي پوليسو ځينې پوستې ونيسي، خو د ده په خبره، د مخنيوي لپاره يې له پنجوايي څخه تازه دمي سرتېري ور لېږل شوي او د بريدونو مخه يې نيولې ده.

امنيتي سرچينې هم وايي، چې اوس مهال يې وسله وال پر شا تمبولي او په جګړه کې يو ملي پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازى او د ژيړۍ يو مخور عطاءالله حبيب دا هغه جګړه بولي، چې تر هلمند وروسته اوس کندهار ته غځېدلې ده.

هغه د شمېرو له ورکولو پرته وويل، چې د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر پراخ و، چې په پايله کې يې ځينې امنيتي پوستي د وسله والو له خوا نيول شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې ژر تر ژره اقدام وکړي، نه يواځې ژيړۍ، بلکې نورو ولسواليو ته هم ځواکونه ولېږي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دوا خان مينه پال هم شوې څرګندونې تاييدوي او وايي، چې په دې وروستيو کې د هلمند د سنګين تر جګړې وروسته په ميوند، ژيړۍ، پنجوايي، شاوليکوټ، خاکرېز او ډيورنډ ته څېرمه د يوې شمېر ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو تحرکات زيات شوي دي.

خو هغه وويل چې امنيتي ځواکونه د وسله والو د ځپلو بشپړه وړتيا لري او همدا اوس په ډېرو سيمو کې عمليات پيل شوي دي.

Related Topics