ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د بنديانو د حقونو د نه خونديتوب په اړه اندېښنه وښودل شوه

د هلمند د بنديانو د حقونو د نه خونديتوب په اړه اندېښنه وښودل شوه

author avatar
26 Jul 2014 - 15:43
د هلمند د بنديانو د حقونو د نه خونديتوب په اړه اندېښنه وښودل شوه
author avatar
26 Jul 2014 - 15:43

لښکرګاه (پژواک  ٤ زمرى ٩٣): په هلمند کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشر وايي، چې په دغه ولایت کې لا هم له زندانيانو سره د قانون خلاف چلند کېږي.

د هلمند د بشر حقونو کمېسيون مشر بلال احمد صدیقي په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د لښکرګاه پر زندان سربېره په ځینو نورو توقیف ځایونو کې له تازه نيول شوو تورنو کسانو سره ښه چلند نه کېږي او حقونه يې نقض کېږي.

صديقي وايي: ((په يو شمېر زندانونو کې بنديان شکنجه کېږي او د يو شمېر بنديانو دوسيې پر وخت نه څېړل کېږي؛ دا کار سرغړونه ده.))

د ده په وینا، د یادو ستونزو په اړه يې د اړوندو دولتي ادارو له مسوولینو سره ناستې کړې دي، خو تر دې مهاله لا نه دي هوارې شوي.

صديقي زیاته کړه، د بندیانو دوسيو د نه څېړلو له امله د هغوى مدافع وکیلان په ستونزو کې وي او دا کار د بنديانو برخليک تر ډېره وخته بې سرنوشته کوي.

بلخوا د هلمند والي تورن جنرال محمد نعیم له دې ستونزې ناخبري ښيي او وايي، چې په دې تړاو به پلټنې وکړي.

د ده په وينا، هېڅوک به پرې نږدي چې له قانونه سر غړونه وکړي او د بنديانو حقونه نقض کړي، خو که دا ستونزې رښتيا وي، له عاملينو سره به يې قانوني چلند وکړي.

والي وايي، د پخوا په پرتله اوس له مرکزي زندان سربېره په توقیف ځایونو کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي، رسنۍ، د بشر حقونو فعالان او نور بنسټونه يې وضعيت څارلى شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.