Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو د خپلې واکمنۍ مهال يو ښاروال وژلى

کندوز-فيض اباد (پژواک ٤ زمرى ٩٣): امنيتي چارواکي د کندوز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د پخواني ښاروال ملا خيرالله له وژل کېدو او همدارنګه د بدخشان په کوفاب ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د نومول شوي امنيه قوماندان او ولسوال له وژل کېدو خبر ورکړى دى.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې ملا خيرالله پرون ورځ د وسله والو طالبانو له لوري د چاردرې ولسوالۍ په يتيم کلي کې له دولت سره د مرستې په تور وژل شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملا خير الله په وروستيو څو کلونو کې له دولت او امنيتي ځواکونو سره له نږدې مرسته کوله او د سولې په راوستو او ډيموکراسۍ په ټينګولو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې.

حسيني وويل، چې تر اوسه د هغه د وژنې په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

پنځوس کلن ملا خيرالله يو پخوانى جهادي قوماندان و، چې د طالبانو د رژيم پر مهال يې د ښاروال او د مخابراتو د رييس په توګه دندې ترسره کړې او له وژل کېدو وړاندې يې د کندوز ولايت د حقوقو په مديريت کې دنده ترسره کوله.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې په چاردرې ولسوالۍ کې يې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى او د قوماندان غلام قادر په نوم يې يو اربکى ټپي کړى دى، خو امنيتي چارواکو بيا دغه ادعا رد کړې ده.

سيمه ييزو چارواکو درې اونۍ وړاندې دغه ولايت ته د طالبانو له لوري نومول شوى مرستيال والي ملا محمدنور وثيق له وژل کېدو هم خبر ورکړى و.

د بدخشان کوفاب ولسوالۍ کې، د وسله والو طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي هم نيول شوي دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقدير صياد پژواک ته وويل، چې کوفاب ولسوالۍ ته د طالبانو له لوري نومول شوى امنيه قوماندان مولوي خيرالله او ولسوال مولوي عبدالباعث په ياده سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال نيول شوي دي.

صياد د دې سيمې د امنيت لپاره د هغوى نيول اغېزمن بللي او زياتوي چې په دې نښته کې پاتې نور طالبان غرونو ته تښتېدلي، خو د هغوى د نيولو په موخه اوس هم عمليات روان دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.