Language

په غزني کې له لسګونو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

غزني (پژواک،۴ زمری۹۳) :په غزني کې له دوه سوه پنځوس بې ځايه شويو کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، د پخلنځي وسايل، ترپالونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ څيزونه شامل دي.

د  دې ولايت د کډوالو چارو ريیس محمدجمیل سیدي د يادو توکو د وېش په مراسمو کې رسنيو ته وويل، چې د غزني په بېلابېلو سيمو کې تر  ٤٠٠ بې ځايه شوې کورنۍ اوسېږي.

ده زياته کړه، دا کورنۍ له يوه شمېر ولايتونو او لرو پرتو سميو د جګړې له امله بې ځايه شوې دي او نن يې له دې  ډلې  پر ٢٥٠ کورنيو د ″″UNHCR له لوري برابرې شوې مرستې ووېشلې.

د نوموړي په وينا، يادې کورنۍ پر دې مرستو سربېره نورو مرستو ته هم اړتيا لري، چې بايد مرسته کوونکې ادارې يې لاسنيوى وکړي.

د غزني له اجرستان ولسوالۍ يوه راکډه شوي نوراحمد پژواک ته وويل، چې نن يې له حکومتي پلاوي يوه اندازه مرستې ترلاسه کړې.

هغه له مرسته کوونکي لوري څخه د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.

عبدالحنان په نامه يوه بل بې ځايه شوي پژواک ته وويل،چې حکومت بايد د مرستو تر څنګ د هغوى د سيمو امنيت خوندي کړي، څو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ده وويل، کال مخکې د غزني له يوې لرې پرتې ناامنې سيمې د جګړو له امله د ښار اړوندو سيمو ته راکډه شوي او تراوسه همدلته پاتې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.