Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مارجې کې چاودنې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

لښکرګاه (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د هلمند چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم چاودنه کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د شنبې په ورځ (د زمري ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه مازيګر مهال په شاوخوا شپږو بجو د مارجې د کيمپ په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې او موخه يې د سيمه ييزو پوليسو موټر و، خو هغه له سيمې تېر شوى و.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم وايي، چې په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۵ ټپيان دي، چې ټول عام وګړي دي.

سرچينه زياتوي، چاودنه په يوه کوچني بازار کې شوې، چې په دغه وخت کې هلته د خلکو ګڼه ګونه زياته وي.

خو د مارجي د ټولنيزې شورا يوه غړي اخترمحمد بيا وايي، چې په دې پېښه کې د ګل مولا په نوم د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان ۶ تنه وژل شوي او د ملکي خلکو په ګډون ۱۰ تنه ټپيان دي، خو دا لا نه ده معلومه چې څو تنه يې ملکيان او څو پوليس دي.

د يادولو ده، چې تېره ورځ هم په لښکرګاه کې دې ته ورته چاودنه کې ۶ ملکي وګړي ټپيان شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.