کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٣): په کابل کې د امريکا سفارت د ملګرو ملتونو له لوري د وړانديز شوي طرزالعمل له پلي کولو څخه د هېواد د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو د پرېکړې ، چې د رايو د باطلېدو او تفتيش په اړه په کې معيارونه ټاکل شوي، هرکلى کړى دى.
دغه طرزالعمل د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) له لوري د ټاکنو خپلواک کميېسيون ته سپارل شوى دى.
که څه هم يوناما وايي، چې دغه طرزالعمل يې د دواړو کانديدانو د غوښتنو له مخې چمتو کړى او هغوى يې د پلي کولو اعلان کړى، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون بيا په دې ټينګار کوي، چې که ياد طرزالعمل دواړو کانديدانو ته د منلو وړ وي، نو بايد دواړه پرې لاسليک هم وکړي.
بله خوا په کابل کې د امريکا سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د رايو د تفتيش په برخه کې له دغه پرمختګ څخه هرکلى کړى دى.
په دغه خبرپاڼه کې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو او يوناما ستاينه شوې، چې په تېرو څو اونيو کې يې د رايو د تفتيش لړۍ د دوام په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې دي.
ياد سفارت د هېواد د ټاکنو له کمېسيون څخه هم غوښتي، چې په دې اړه اړين او اغېزمن ګامونه پورته کړي، ترڅو دغه وړانديز شوى طرزالعمل پلى شي او د رايو د تفتيش راتلونکى پړاو په ښه او غوره شکل پر مخ ولاړ شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر اوباما يوه ورځ مخکې د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو سره ټيلېفوني خبرې کړي او له هغوى څخه يې د دې لپاره چې د افغانستان ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي او کار کولو ته ژمن دي، ستاينه کړې ده.
اوباما زياته کړې: ” د نظرونو د اختلاف څنډې ته کولو په اړه د دواړو کانديدانو اراده، د افغانستان د راتلونکي لپاره د دوى د ژمنتيا ښکارندوي کوي. موږ له دوى دواړو غواړو، چې د واک د لېږد په دغه تاريخي پړاو کې، د ملي يووالي د ټينګښت لپاره له يو بل سره په ګډه د کار کولو ګام پورته کړي.”
د رايو د تفتيش لړۍ د چنګاښ مياشتې په ٢٦ مه له هغه وروسته په رسمي ډول پيل شوه، چې دواړه کانديدان د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب په دې اړه هوکړې ته سره ورسېدل.
دغه لړۍ له پيل څخه تر دې مهاله د بېلابېلو دليلونو له مخې، درې ځلې درول شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون د رايو د څېړنې دغه لړۍ د وړوکي اختر تر رخصتيو پورې درولې ده.
تر دې مهال د رايې ورکولو له ١٥٠٠ څخه زيات صندوقونه څېړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP