Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٣): په کابل کې د امريکا سفارت د ملګرو ملتونو له لوري د وړانديز شوي طرزالعمل له پلي کولو څخه د هېواد د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو د پرېکړې ، چې د رايو د باطلېدو او تفتيش په اړه په کې معيارونه ټاکل شوي، هرکلى کړى دى.

 دغه طرزالعمل د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) له لوري د ټاکنو خپلواک کميېسيون ته سپارل شوى دى.

 که څه هم يوناما وايي، چې دغه طرزالعمل يې د دواړو کانديدانو د غوښتنو له مخې چمتو کړى او هغوى يې د پلي کولو اعلان کړى، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون بيا په دې ټينګار کوي، چې که  ياد طرزالعمل دواړو کانديدانو ته د منلو وړ وي، نو بايد دواړه پرې لاسليک هم  وکړي.

 بله خوا په کابل کې د امريکا سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د رايو د تفتيش په برخه کې له دغه پرمختګ څخه هرکلى کړى دى.

 په دغه خبرپاڼه  کې د ولسمشرۍ د  دواړو کانديدانو او يوناما ستاينه شوې، چې په تېرو څو اونيو کې يې د رايو د تفتيش لړۍ د دوام په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

 ياد سفارت د هېواد د ټاکنو له کمېسيون څخه هم غوښتي، چې په دې اړه اړين او اغېزمن ګامونه پورته کړي، ترڅو دغه وړانديز شوى طرزالعمل پلى شي او د رايو د تفتيش راتلونکى پړاو په ښه او غوره شکل پر مخ ولاړ شي.

 په خبرپاڼه  کې ويل شوي، چې ولسمشر اوباما يوه ورځ مخکې د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو سره ټيلېفوني خبرې کړي او له هغوى څخه يې د دې لپاره چې د افغانستان ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي او کار کولو ته ژمن دي، ستاينه کړې ده.

 اوباما زياته کړې: ” د نظرونو د اختلاف څنډې ته کولو په اړه د دواړو کانديدانو اراده، د افغانستان د راتلونکي لپاره د دوى د ژمنتيا ښکارندوي کوي. موږ له دوى دواړو غواړو، چې د واک د لېږد په دغه تاريخي پړاو کې، د ملي يووالي د ټينګښت لپاره له يو بل سره په ګډه د کار کولو ګام پورته کړي.”

 د رايو د تفتيش لړۍ د چنګاښ مياشتې په ٢٦ مه له هغه وروسته په رسمي ډول پيل شوه، چې دواړه  کانديدان  د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب په دې اړه هوکړې ته سره ورسېدل.

 دغه لړۍ له پيل څخه تر دې مهاله د بېلابېلو دليلونو له مخې، درې ځلې درول شوې ده.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون د رايو د څېړنې دغه لړۍ د وړوکي اختر تر رخصتيو پورې درولې ده.

 تر دې مهال د رايې ورکولو له ١٥٠٠ څخه زيات صندوقونه څېړل شوي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.