کابل ( پژواک، ۵ زمری ۹۳) : د افغانستان سترې محکمې د سعودی عربستان د سترې محکمې د پریکړې سره سم دوشنبه د نیکمرغه کوچني اختر لومړي ورځ اعلان کړه.
د سعودي عربستان سترې محکمې د زمري په ۵مه د شپې ناوخته اعلان وکړ، چې د شوال میاشت لیدل شوې او دوشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
د افغانستان سترې محکمې هم د سعودي عربستان د سترې محکې د پریکړې سره سم دوشنبه د نیکمرغه کوچني اختر لومړي ورځ اعلان کړه.
سترې محکمې ویلي چې نن د روژې د میاشتې ۲۹مه او سبا به د شوال د میاشتې لومړۍ ورځ وي.
د پژواک خبري اژانس اداره د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ټولو هیوادوالو او مسلم امت ته مبارکي وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP