کندهار ښار ( پژواک، ٥ زمرى ٩٣ ) : د کندهار چارواکي وايي ، چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د امنيه قوماندان پر کور پيل شوى بريد د شپږو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.
دغه ډله ييز بريد نن د زمري په ٥مه، د سهار په شاوخوا اتو بجو د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او يو شمېر نورو امنيتي چارواکو پر کورونو پيل شوى و او په شاوخوا لسو بجو پاى ته ورسېد.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شپږ بريدګر يوه ښوونځي ته ننوتلي وو او له هغه ځاى څخه يې د امنيتي چارواکو پر کورونو بريدونه کول.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې شپږ بريدګر وژل شوي ، چې ځينو يې ځانونو ته چاودنې ورکړي او ځينې نور يې د پوليسو پر ډزو وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې يو پوليس وژل شوى، درې سرحدي پوليس او يو ماشوم ټپيان شوي دي.
د ولايت مقام سرپرست وياند دواخان مينه پال پژواک اژانس ته وويل ، په دې بريد کې ياد ښوونځى، چې وسله وال ور ننوتلي وو، هم زيانمن شوى دى.
دى وايي، چې وسله وال تل ملکي وګړي په نښه کوي او له ملکي ځايونو څخه ګټه پورته کوي.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې نن سهار يوې ډلې طالبانو د کندهار دامنيه قوماندان جنرال رازق پر کور، مېلمستون او نورو ودانيو بريدونه کړي او ګڼه مرګ ژوبله يې اړولې ده.