کابل ( پژواک، ٥ زمرى ٩٣ ) : د هېواد د وتلي ليکوال او ژورنالېست شاه محمود مياخېل د فېسبوک د ليکنو او بحثونو ټولګه د ” مخکتاب” په نامه چاپ شوه.
دغه ټولګه د رنګه پښتۍ په لرلو په ٣٠٤ مخونو کې په ښايسته طباعت سره په کابل کې د زر ټوکو په شمېر د مختګ خپرندويه ټولنې له خوا دمختګ مشورتي ټولنې په مالي ملاتړ چاپ او بازار ته وړاندې شوې ده.
مياخېل په دغه ټولګه کې خپلې هغه ليکنې راټولې کړي، چې په بېلا بېلو وختونو کې يې په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې خپرې کړې دي.
په دې ليکنو کې ټولنيزې ، سياسي، اقتصادي، فرهنګي ، معلوماتي او نورو موضوعات شامل دي.
د ملي راډيو تلوېزيون رييس زرين انځور وايي، چې شاه محمود مياخېل يو غوره نوښت کړى ، د خپل فېسبوک ليکنې او پر دغو بېلا بېلو ليکنو او يادښتونو يې د نورو کسانو نظرونه او نيوکې هم را اخيستې دي او بيا يې د ټولګې بڼه ورکړې ده.
هغه زياته کړې : (( فېسبوک په ټولنيزه ميډيا کې تر ټولو مشهوره او د اړيکو نوې اغېزمنه او بېړنۍ وسيله ده، په افغاني ټولنه کې هم اوس فېسبوک داړيکو هر اړخيزه وسيله شوې ده. ))
دى وايي، کله کله فېسبوکي ليکنو کې رسنيز معيارونه او د کلام عفت ته پاملرنه نه کېږي، خو د شاه محمود مياخېل ليکنې په دې لړ کې دغو ټولو ارزښتونو ته په پاملرنې ښکل شوې دي.
د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر څېړندوى عبدالغفور لېوال بيا وايي، چې وخت نا وخته يې د ليکوال دا ليکنې او پوسټونه د هغه پر فېسبوک پاڼه کې لوستل او دا يې ارمان و، چې دې ليکنو ته کتابي بڼه ورکړي.
ده زياته کړې : (( مېاخېل د سياست، ټولنپوهنې، اخلاقو، کولتور، ولسي پوهې، سيمه ييزو حالاتو او خپلو شخصي تجربو محصول ګڼ يادښتونه ليکلي دي.))
هغه وايي، د ليکوال ژبه ساده او روانه ده، غواړي په هماغه ژبه ليکل وکړي، چې هره ورځ پرې خبرې اترې کوي، له تعقيد او بېځايه ابطال څخه ځان ساتي او په دې توګه د منځني او حتي ټيټ سواد خاوند لوستونکي هم کولى شي له دې ليکنو څخه خوند واخلي.
د ” مخکتاب” ليکوال شاه محمود مياخېل وايي، چې دا کتاب دوه برخې لري، لومړۍ برخه يې د ښې حکومتدارۍ په اړه هغه مقاله ده، چې په بېلابېلو مجلو او انټرنېټي پاڼو کې خپره شوې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دويمه برخه يې هغه ليکنې دي، چې د فېسبوک پاڼې له لارې خپرې شوې دي او سلګونو مينه والو پرې د تبصرو او نيوکو ترڅنګ وړانديزونه هم کړي دي.
نوموړى وايي، دغه ليکنې او ياددښتونه يې ځکه په کتابي بڼه چاپ کړي، څو هغه خلک او مينه وال چې انټرنېټ ته لاسرسى نه لري، ددې کتاب په وسيله ترې ګټه واخلي.
مياخېل زياتوي : (( ددې کتاب د چاپولو بله موخه داده، چې موږ بايد د خبرو اترو، نيوکو او وړانديزونو تحمل ولرو او بحثونه زموږ داصلاح لپاره وي، نه دا چې د بحثونو پايله مو په لازياتو کودورتونو او زړه بدايو باندې تمام شي. ))
ددغه کتاب مخکتنه تېره شپه په کابل کې دمختګ خپرندويه ټولنې لخوا ترسره شوه، چې پکې ګنو ليکوالانو، شاعرانو ، ژورنالستان، دولتي چارواکو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.
د ” مخکتاب” ليکوال شاه محمود مياخېل د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکى دى،د ماسټرۍ تر کچې پورې يې زده کړې کړې دي، د امريکا له مشهورو پوهنتونونو څخه يې د ښې حکومتدارۍ ، قانون حاکميت او رهبريت په برخو کې فيلوشپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي.
مياخېل په تېرو درېيو لسيزو کې بېلابېلې دولتي او نا دولتي دندې ترسره کړې دي، له امريکا غږ راډيو سره د خبريال په توګه پاتې شوى، ددې ترڅنګ د کورنيو چارو وزارت سلاکار، د بلجيم د کمېټې د مرستيال په توګه يې هم دنده ترسه کړې او اوسمهال په افغانستان کې دامريکا دسولې دانسټيټيوټ مشر دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP