کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي، چې په بېلابېلو ولايتونو کې يې څلور ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې نيولي دي.
د ملي امنيت د لوى رياست له لوري د يکشنبې په ورځ (د زمري پنځمه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتيکا په ارګون سيمه کې يو موټر، چې يو ټن چاودېدونکي توکي په کې ځاى پرځاى شوي و، له موټرچلوونکي سره يوځاى د دوى د کارکوونکو له لوري نيول شوى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د بريدګر موخه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د پکتيکا د مرکز ښرنې په جامع جومات کې چاودنه وه.
سرچينه کاږي، بريدګر په خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
د ملي امنيت رياست دغه راز وايي، چې په بدخشان ولايت کې يې هم دوه ځانمرګي بريدګر نيولي دي.
سرچينې ويلي، دا بريدګر محمد امين مشهور په طلحه او امين الدين نومېدل او غوښتل يې چې د کوچني اختر د لمانځه پرمهال ځانمرګي بريدونه وکړي، خو د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري نيول شوي او له دوى څخه يې دوه ځانمرګي واسکټونه او يوه تومانچه هم ترلاسه کړې ده.
د ملي امنيت رياست همدارنګه زياتوي، چې په هرات ولايت کې يې هم د ګل احمد په نوم يو ځانمرګى، چې غوښتل يې د دې ولايت په يوه جامع جومات کې د هرات د پوليسو يو قوماندان په نښه کړي، نيولى دى.
سرچينې د بدخشان او هرات د ځانمرګو بريدګرو د نيولو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP