Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د اختر د ورځو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي

لښکرګاه (پژواک ٥ زمری۹۳) : د هلمند والي وايي ، چې د ولايت د مرکز لښګرګاه په ګډون په ولسواليو کې هم د اختر د ورځو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد نعيم د زمري په ٥مه، په لښکرګاه کې يوې خبري غونډې ته وويل ، چې ټولو امنيتي مسوولينو ته يې دنده سپارلې ، چې د اختر په ورځو کې ځانګړي امنيتي پلانونه  پر  لاره واچوي.

نوموړي زياته کړه، اوس مهال ددې ولايت په شمالي ولسواليو کې يو لړ ستونزې شته او د دولت وسله وال مخالفين هم هڅه کوي، چې  چاودنې او ترهګريز بريدونه وکړي.

د والي په وينا، افغان کشفي ارګانونو ځينې معلومات تر لاسه کړي ، چې له مخې يې وسله وال وال طالبان غواړي  دلښکرګاه په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې هم د ناامنيو پېښې رامنځته کړي.

ده وويل ، چې په دا وروستيو ورځو کې درې دانسان تښتونو پېښې شوي  اوپوليس هڅه کوي، چې عاملين يې ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري.

جنرال نعيم وايي ، چې داختر په ورځو کې وړې او لويې غلاوې زياتې وي، خو دوی به يې دمخنيوي لپا ره هلې ځلې وکړي.

د لښکرګاه ښار  يو تن اوسېدونکي نياز محمد پژواک ته وويل ، چې په تېرو څو ورځو کې په لښکرګاه کې دموټر سايکلونو او نورو توکو د غلاوو پېښې زياتې شوي  او دوی يې د مخنيوي غوښتنه کوي.

نوموړي وويل،اوس مهال د ماشومانو تښتولو پېښې هم زياتې شوي ، چې له امله يې اوس دوی  خپل ماشومان له کوره بهر نه پرېږ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.