اسعداباد (پژواک ٦زمرى ٩٣) : د کونړ پر درې سرحدي ولسواليو يوځل بيا پاکستاني پوځيانو ٧١ توغندي توغولي دي.
دکونړ امنـيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيـــب سيد خېل وايي، چې پاکستــــانيو پوځـيانو يوځل بيا د پولې له هغـــې غـــاړې څخه د کـــونړ ولايت پر درې ســرحدي ولسواليو (دانګام،شيګل او مرورې )٧١ د لرې واټن توغندي را توغولي دي.
هغه زياته کړه، چې دا توغندي له تـېرماښام راهيسې تر نن سهار شپږو بجو پورې د دانګام ولسوالۍ په وړه ګوريګا،لويه ګوريګا او خاره سيمو، د شيګل ولسوالۍ په سنو دره او د مرورې ولسوالۍ پر سرحدي سيــمو را توغېدل .
نوموړى وايي، چې په دغو بريدونو کې خلکوته مالي زيانونه اوښتي دي.
قوماندان زياته کړه: (( پاکستانيو پوځيانو د اختر په شپــــه هم زموږ بې ګناه خلک له وېرې سره مخ کړل . ))
نوموړى د پاکستانيو پوځيانو دا عمل په کلکه غندي او د بنـــدېدو غوښتـــــنه يې کوي.
خان ولي سالارزى