Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک ۶ زمری ۹۳ ) : دامریکا د تفتیش ځانګړې ادارې سیګار ویلي چې ددغه هیواد لخوا افغانستان ته ورکړل شوې ډیرې وسلې ورکې شوې دي.

د سیګار ادارې مشر جان سپکو په یوه نوي راپور کې ویلي چې امریکا له ۲۰۰۴ زیږدیز کال راهیسې دافغانستان ملي ځواکونو ته شاوخوا اوه سوه زره بیلا بیل ډول وسلې ورکړې دي.

خو هغه په دغه راپور کې ویلي، اوس معلومه نه ده، چې دا وسلې چیرې دي.

جان سپکو زیاته کړې، افغانستان ته د امریکا او ایتلافي ځواکونو ورکړې وسلې؛ د غلا، ورکېدو او یا هم ناوړه ګټې اخیستنې له خطرونو سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړې : ((  موږ زیات اندیښمن یو چې، د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو اخیستل شوي وسلې ممکن د وسله والو لاس ته ورغلې وي او هغوی به ورباندې امریکایي او افغان عسکر او ملکیان وژني))

جان سپکو په خپل راپور کې وایی، د افغان ملي پوځ او پولیسو روزنه او تجهیز، افغانستان ته د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د پالیسۍ اصلي برخه ده؛ خو د پوځ او پولیسو د تجهیز لپاره مسولیتونه سم نه دي ټاکل شوي.

راپور وایي، افغان ځواکونو ته په ورکړل شویو وسلو کې څلور لکه او پنځه شپیته زره سپکې وسلې هم شاملې دي؛ خو دا شمېر سم نه دی او دا ځکه چې د امریکا د دفاع وزارت راپور د ډير اعتبار وړ نه دی.

جان سپکو وایي، د وسلو یا ټوپکو د شمېر په ستونزې سربیره، افغان پوځ ته په لومړي سر کې د هغوی له اړتیا زیات ټوپک، ماشینګڼې او توغندي ویشتونکي استول شوي وو. د مثال په ډول، افغانستان ته یوازې درې اتیا زره عصري AK-47 ټوپک ورکړل شوي وو.

د افغانستان د بیا رغاونې د چارو پلټونکی وایي؛ په ۲۰۱۰م کال کې د وضعه شوي قانون له مخې؛ د امریکا دفاع وزارت مکلف شو چې؛ افغانستان او پاکستان ته د ورکړیو وسلو معلومولو سیسټم جوړ کړي.

 د سرچینې به وینا،  ددې کار لپاره امریکا دوه ډاټا بیسه یا د معلوماتو راټولو سیسټمونه جوړ کړل، خو دا دوه سیسټمونه سره نه دي تړل شوي او په زرګونو میله وسله یا خو ورکه ده او یا یې هم په اړه څو ځلې غلط راپورونه ورکړل شوي دي.

د جان سپکو په راپور کې دغه راز ویل شوی؛ کله چې وسلې د افغان حکومت په واک کې ورکولې کیږي؛ مسوولیت نور هم خرابیږي. د بیلګې په ډول د افغانستان د ملي پولیسو په یوه وسله تون یا ډیپو کې د ځینو وسلو مسلسل نمبرونه په لاس لیکل شوي دي. دغه راز د ملي پوځ په مرکزي وسله تون کې د وسلو له یو پر لس څخه زیاته برخه ورکه ده

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.