Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل يو شمېر تاريخي سيمې له ګواښ سره مخ دي

 کلات ( پژواک ٧زمرى  ٩٣ ) : د زابل يو شمېر اوسېدونکي او د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې شته تاريخي ځايونه له ګواښ سره مخ دي او که ورته پاملرنه ونه شي ، نو ښايي له منځه ولاړ شي.

 

دوى وايي ، چې زابل د هېواد په کچه مهم تاريخي ارزښت لري او ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې لسګونه تاريخې ځايونه شته .

 

د نورالله په نوم ددې ولايت يو تن اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې ولايت کې لسګونه تاريخي ځايونه شته، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه ، نه ده کړې.

 

نوموړی وايي، چې د شيخ متي مزار، د غشي رباط، په شينکۍ او شاه جوى ولسواليو کې تاريخي کلاوې هغه تاريخي سيمې دي، چې زيات ارزښت لري ، خو اوس دا ټولې د ورانېدو له ګواښ سره مخ دي.

دده په خبره ، چې که دغه تاريخي ځايونه ونړيږي، نو د زابل او ټول هېواد لرغوني اثار او ځايونه به له نه جبيره کېدونکي زيان سره مخ شي.

د نذيراحمد په نوم يو تن ښوونکی هم وايي ، چې د زابل ولايتي ادارې او په کابل کې مرکزي دولت د زابل د تاريخي ابدو ساتنې ته پاملرنه ، نه ده کړې .

نوموړی وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور  رياست همدا دنده  ده ، چې تاريخي سيمې له ورانېدو څخه وساتي، خو له بده مرغه ياد رياست تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.

هغه وويل، چې د څو لسيزو جګړو او د حکومت بې غورۍ ددې ولايت اکثره تاريخي سيمې د ورانېدو له خطر سره مخ کړي او بايد چې ورته جدي پاملرنه وشي .

 

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين هم ياده ستونزه مني، خو وايي چې په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته نه کېږي .

د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالمقيم افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو دريېو کلونو کې يې د وزارت مقام ته څو وارې دا موضوع رسولېو خو تر اوسه ورته پاملرنه ، نه ده شوې .

 

نوموړي وايي، د دوى رياست توانېدلی ، چې په زابل کې شاوخوا شل لرغوني ځايونه پيدا او تثبيت کړي، چې ډير زيات تاريخي ارزښت لري او له دې ډلې څخه پنځه يې له ګواښ سره مخ دي .

 

افغان زياتوي، چې جګړې، طبيعي پېښې او د زورواکو له خوا غصب هغه عمده ستونزې دي،  چې ددې ولايت تاريخي سيمې ګواښي او که مخه يې ونه نيول شي ، نو له منځه به ولاړ شي.

 

د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي د غشي منار، د شيخ متی مزار، د محمد هوتک مقبره، د ميرويس نيکه کلا هغه تاريخي ځايونه دي، چې بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري .

نوموړی وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت يواځې د غشي منار د ترميم په برخه کې ورسره ژمنه کړې او دوى هيله من دي، چې دغه ژمنه عملي کړي او په نږدې راتلونکي کې يې کار پيل کړي.

 

د يادونې ده، چې زابل ډېرې تاريخي سيمې لري، غوړه مرغه او د غونډانو تاريخي غر (چې د پښتنو په ټولو تاريخي شجرو او كتابونو كې يې نوم مخې ته راځي) د كلات د بالاحصار غونډۍ، د شملزو په ولسوالۍ كې د كچرو تاريخي لاره، د غشي منار ، د سيوري ولسوالۍ د سره غره په لمنه كې د بولان په نوم د پښتنو تاريخي هديره، د بولان په سيمه كې پخوانۍ لرغونې سمڅه، د صاحب خان غونډۍ، سورتاك او سنګر جمال خېل سيمې، د كلات پر غونډۍ د شيخ متي زيارت، په نوبهار ولسوالۍ كې د معافانو كلى، د شملزو په ولسوالۍ كې د ساوټ غره په لمنه كې د خڼكۍ زيارت، د شملزو ولسوالۍ ته په پنځه كيلومتره كې د خرښبون نيكه زيارت، د نوبهار ولسوالۍ د غونډانو غره ته نږدې دكټه بابا زيارت، په خپله د غونډانو تاريخي غر، په اټغر ولسوالۍ كې د ملكيار بابا د زوى حسين نيكه زيارت، د شينكۍ په ولسوالۍ كې سپيدار ته نږدې د ملكيار بابا د شهيدانو هديره، د شملزو او نوبهار ولسواليو ترمنځ د لواړګي سيمې، د غونډانو په لمنه كې د بابو كلي ته نږدې د مغلو او پښتنو شهيدانو هديره، د نوبهار ولسوالۍ او شاجوى ترمنځ د شوبهار تاريخي سيمه ، چې يو وخت د شابهار په نوم وه، د شاجوى او كلات ترمنځ د كابل او كندهار د لويې لارې سوېل خوا د تازي سيمه او د نازو انا د پلار سلطان ملخي تاريخي كلا، د زابل ولايت د شملزو په ډګرو كې له ګرګينانو سره د پښتنو سرتېرو زيارتونه، د شملزو په ډګرو كې د سهاك خوندي مشهور تاريخي زيارت، د شملزو د ولسوالۍ د دروازګۍ په خوله كې د پښتنو د يوه پخواني ليكوال حسين نيكه او جانان صافي زيارتونه، د ګرمام بابا زيارت، د حسني متي بابا زيارت، د حسن نيكه زيارت، د پټې خزانې د ليكونكي محمد هوتك مزار او داسې نور د زابل تاريخي ابدې دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.