Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 جلال اباد( پژواک ٧ زمرى ٩٣): وسلوالو مخالفنيو نن سهار د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د دولت وسلوالو مخالفينو نن سهار څلور بجې د ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

د هغه په وينا، تر دې دمه په يادو نښتو کې تر ٥٠ زياتو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه پوليس هم وژل شوي دي.

خو يوې امنيتي سرچينې، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې په دې نښتو کې ٧ وسلوال مخالفين وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

دغه راز هغه وويل، چې په دې جګړه کې له دولتي امنيتي ځواکونو څخه ٥ تنه وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.

يادې دواړې سرچينې وايي،چې په دې نښتو کې  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو وسلوالو طالبانو ويلي،چې په حصارک کې له دولتي ځواکونو څخه شپږ تنه وژل شوي او درې سيمه ييز پوليس طالبانو ژوندي نيولي دي.

هغوى ادعا کوي، چې په ياده سميه کې درې امنيتي پوستې يې نيولي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.