Language

د کاپيسا نا امنو سيمو کې د پوهنې اړوند ستونزې هوارې شوې

محمودراقي (پژواک ٧زمرى ٩٣): د کاپيسا ولايت د ناامنو سيمو زده کوونکي او ښوونکي وايي چې له تېرو دوولسو کلونو راهيسې يې د لومړي ځل لپاره د پوهنې ستونزې هوارې شوې دي.

د کاپيسا د تګاب، اله ساى او نجراب ولسواليو نا امنۍ چې د تېرو دوولسو کلونو پر مهال د نورو ستونزو تر څنګ د پوهنې بهير هم ټکنى شوى و، خو اوس يې اوسېدونکي وايي چې دا ستونزې يې کمې شوې دي.

د اله سای ولسوالۍ د شپې د منځني ښوونځي د اوم ټولګي زده کوونکي محمدعباس پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا يې په سيمه کې وسله وال او سيمه ييزو زورواکو د ښوونځيو تر څنګ پوستې جوړولې.

د هغه په وينا، کله چې به جګړه ونښته، نو ډېرى زده کوونکي او ښوونکي په کې زيانمنېدل او مرګ ژوبله به هم ورته اوښته.

خو عباس وايي چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې چې ښوونيز کال پيل شوى دى، دا ستونزې يې هوارې شوې دي او د پوهنې رياست يې د دوى د ټولو ستونزو د هواري هڅې پيل کړې دي .

ده وويل چې اړوند مسوولينو د هغو کسانو مخه نيولې، چې د پوهنې پر وړاندې به يې ستونزې جوړولې او يا يې په سيمه کې ناسم چلند کاوه.

د عبدالکريم په نوم يوه بل زده کوونکي پژواک ته وويل چې څه موده مخکې د دې ولسوالۍ د نظارت ډلې مسوول پر ډزو ووژل شو.

د هغه په وينا، د پوهنې رياست مسوولينو دغه موضوع جدي ونيوله او د وژل شوي کار کوونکي له کورنۍ سره يې مرسته هم وکړه.

د زبير په نوم د اله سای د علاقه دارۍ سيمې يو ښوونکی هم د کاپيسا د پوهنې رياست له نوو کارونو خوښ دی.

هغه وايي: ((پخوا به ښوونکو او زده کوونکو داسې فکر کاوه چې په دولت کې يې څوک د پوښتنې نشته، خو اوس مهال چې د پوهنې په بهير کومه ستونزه پيدا شي، نو د پوهنې مسوولين يې د ژر تر ژره هوارولو هڅې کوي.))

همدا ډول د تګاب ولسوالۍ د بر شينکي سيمې اوسېدونکی او د شهيد قدرت الله د ښوونځي زده کوونکی هېواد وايي چې يو ټولګيوال يې د ملي اردو پر ډزو وژل شوى و.

هغه زياتوي چې تر دې پېښې وروسته د پوهنې مسوولينو دا موضوع له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړه او هغوى په دې اړه جدي اقدمات وکړل.

د نوموړي په وينا، ولسمشر حامد کرزي هم د وژل شوي زده کوونکي له کورنۍ سره وغږېد او مرسته يې هم ورسره وکړه.

د تګاب د اديزيو سيمې اوسېدونکی او د شهيد غلام رسول خان لېسې ښوونکى عبادالرحمن بيا وايي چې پخوا به د ښوونځيو تر څنګ پوستې وې چې د نښتو له امله به ډېرى مهال ښوونځي رخصت وو.

هغه زياتوي چې اوس د ښوونځيو له څنګ څخه پوستې لرې شوې دي او د پوهنې بهير په نورمال ډول روان دى.

همدار راز د نجراب ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي لطف الرحمن هم د پوهنې رياست کارونه ستايي او زياتوي چې په دې وروستيو کې د پوهنې پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې کمې شوې دي.

ده پژواک ته وويل چې په نجراب ولسوالۍ کې ديو شمېر ښوونځيو لپاره د ودانيو پر جوړولو کار روان دى او د کتابونو ستونزه هم هواره شوې ده.

د کاپيسا د پوهنې رييس پوهندوی حسنى مبارک عزيزي وايي چې دى له پيل راهيسې په دې ولايت کې د پوهنې د بهير پر وړاندې د شته ستونزو د هوارولو هڅې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زه د خپل ښوونکي، زده کوونکي او له ښوونځي کلکه دفاع کوم، هېچا ته به اجازه نه ورکوم چې د پوهنې پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي.))

نوموړى وايي چې په خپله د مرکز او ولسواليو د پوهنې بهير څاري، هره اونۍ له اړوندو مسوولينو راپور اخلي او هڅه کوي چې د پوهنې پر وړاندې هېڅ خنډ رامنځته نه شي.

په کاپيسا ولايت کې په داسې حال کې د پوهنې د بهير په اړه مثبت راپور ورکړل شوى، چې په يو شمېر ختيځو او سوېلي ولايتونو کې د دغه بهير پر وړاندې جدي ستونزې شته.