غزني (پژواک ٨ زمرى ۹۳): د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييس په دغه ولايت کې د سوداګرو امنيت د اندېښنې وړ بولي.
عبدالمتین قلندري له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې په دې وروستيو کې د غزني د سوداګرو امنيت خوندي نه دى او حکومت بايد د دې مسئلې په اړه جدي پاملرنه وکړي.
ده وويل: ((د غزني-کابل پر لويه لاره امنيت ښه نه دى. په ښار کې هم تښتونې او وژنې ډېرې شوې چې دې چارې پر سوداګرو اغېزه کړې ده.))
قلندري که څه هم په دې اړه کومه پېښه ياده نه کړه، خو ويې ويل، چې که امنيت ښه شي ډېر سوداګر به هېواد ته راستانه شي.
ده وويل: ((ډېر سوداګر له هېواده بهر اوسېږي؛ که په غزني کې امنيت ښه واى، هغوى چې د دغه ولايت دي دلته به اوسېدل. لاره هم نا امنه ده، سوداګر د تګ راتګ پر مهال وېره لري چې ونه تښتول شي.))
حاجي نقیب الله هغه ملي سوداګر دى، چې څو ورځې مخکې يې نامعلومه وسله والو ځوان ورور د غزني له ښاره وتښتاوه او وروسته يې وواژه.
دى وايي، پر امنيتي ځواکونو ځکه بې باوره دى، چې ورور يې د ښار له منځه لومړى ونښتول شو او وروسته يې مړى وموندل شو.
حاجي نقيب زياته کړه: ((زه له دې حالته وېره لرم، چې وسله وال دې په ښکاره ورځ د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړوي.))
د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي نعمت الله چې په سعودي عربستان کې پر سوداګريزو چارو بوخت دى وايي، هيله لري که امنيت ښه شي په هېواد کې به پانګونه وکړي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((هېواد ته مې کله کله راځم؛ خو وېره لرم پانګونه په کې نه کوم، ځکه دلته کله امنیت شته؟، که مې دلته کارو بارو پيل کړ د کورنۍ غړو ته به مې ګواښونه ډېر شي.))
هغه وايي، چې کلونه مخکې يې په غزني کې د کمې سرمايې پانګونه لرله؛ خو د ده په وينا څو ځلې د نامعلومو وسله والو له لوري ورته د مرګ ګواښونه کېدل.
د غزني د والي مرستیال محمدعلي احمدي پژواک ته تاييد کړه، چې په دغه ولايت کې د سوداګرو پر وړاندې امنيتي ګواښونه ډېر دي.
د والي مرستیال زیاته کړه: ((دا باید ومنو چې د غزني امنیت خراب دى، سوداګر دلته پانګونې نه کوي،که چېرته امنیت ښه واى يقيني يم چې ډېرو سوداګرو به پانګونه کړې واى.))
د والي مرستيال وويل، چې د ولايتي ادارې رهبري له امنيتي ارګانونو سره پر له پسې ناستې کوي څو د سوداګرو پر وړاندې د شته ګواښونو مخه ونيسي.
په تېرو دوو کلونو کې تر لسو ډېرې داسې پېښي شوې چې نامعلومو وسله والو د غزني د يو شمېر سوداګرو د کورنيو غړي تښتولي دي خو لا تر اوسه د دې پېښو دقيق ارقام نه دى وړاندې شوي.