جلال اباد (پژواک ٩ زمرى ٩٣): د ننګرهار چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله د زيتونو په توليداتو کې لس برابره زياتوالى راغلى او دوى يې د پروسس لپاره چمتووالى نيولى دى.
د ننګرهار د کانال رييس زيارت ګل راحل له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په ننګرهار کې د زيتونو سږنى حاصل تر دې کچې دى چې په تېرو لسو کلونو کې يې سارى نه ليدل کېږي.
د نوموړي په وينا، تېر کال د دوى حاصل په نشت حساب و، په ټول کال کې يې له ٢٥-٣٠ ټنو پورې زيتون توليد کړي وو خو دغه اندازه سږ کال بيا له ٢٧٠ نه تر٣٥٠ ټنو پورې رسېږي.
راحل زياته کړه: ((زموږ توليدات ځکه زيات شوي چې پرسونل مو اوس مسلکي شوى، د ونو شاخه بُرۍ شوي، که څه هم موږ ته امکانات په خپل وخت سره رانکړل شول.))
دى وايي، چې سږ کال يې ٣٥٠ هکتاره ځمکه شاخه بُري کړې، خو د وزارت له لوري دوى ته تر اوسه پورې کيمياوي سره او نور اړوند توکي نه دي ورکړل شوي.
دى که څه هم د پرسونل د کموالي خبره کوي خو زياتوي چې د زيتونو فابريکه دا مهال نيمه فعاله ده، خو د ځينو خامو مواد له کموالي سره مخ دي.
نوموړې وويل: ((له موږ سره بوتلونه نشته، نو اړ يو چې د اچارو پر ځاى تيل وباسو، که چېرې امکانات برابر شي هر څه کولى شو.))
دى وايي، د اسيايي بانک له لوري دوى ته ٢٥ ميليونه امريکايي ډالرو د ورکړې ژمنه شوې وه، چې له هغې ډلې يې دوه ميليونه ډالر مصرف شوي او په نږدې راتلونکي کې به ١٧ ميليونه امريکايي ډالر په ارزښت نورې چارې پيل شي.
د نوموړي په وينا چې په يادو ١٧ ميليونه امريکايي ډالرو کې به دوى ٦٥ ساختمانونه چې د ځينو ترميم او د ځينو يې نوي جوړونه ده، هم ترسره شي.
د کانال رييس وايي چې له اسيايي بانک څخه نوره مرسته چې د ٣٨ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ته په ٢٠١٥ کال کې به ترسره شي.
ده زياته کړه، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د ننګرهار کانال رياست په مکمل ډول تغيير وکړي او کانال به داسې حد ته ورسيږي لکه څرنګه چې پخوا و.
نوموړي وويل: ((له يو اېس اى اې ډي څخه هم موږ ته ژمنه راکړل شوې چې ١٥ميليونه امريکايي ډالره به له کانال سره مرسته کوي.))
انجنير زيارت ګل راحل وايي چې د ٢٠١٧ کال تر پايه به کانال په بشپړ ډول پر خپلو پښو ولاړه پروژه وي او د ټول هېواد لپاره به يو سارى وي.
ده له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې د دوى لپاره دې پر خپل وخت امکانات برابر کړي او هغه کيمياوي توکي چې دوى ته يې ورکوي، بايد د هر موسم په سر کې يې ورکړي.
هغه زياته کړه که چېرې کانال ته پام ونه شي نو په ډاډ سره ويلى شي چې کانال به له يوه ستر بحران سره مخ شي.
ده له ولايتي ادارې هم غوښتنه وکړه چې د کانال د ځمکو د غصب په مخنيوي کې دې هم له دوى سره مرسته وکړي او هغه ځمکې چې اوس غصب شوې، د دوى په واک کې ورکړي.
ياده دې وي چې کانال د ننګرهار يو له هغو مهمو او حياتي پروژو ده چې له برکته يې ياد ولايت پر شنو بوټو پوښل شوى او سلګونه کارګرو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP