کابل (پژواک، ٩ زمري ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د رايو د بيا څېړنو او باطلولو په اړه يې د يوناما کړنلاره منلې ده او د شنبې په ورځ به په رسمي ډول د رايو د تفتش لړۍ پيل شي.
د ټاکنو کمېسيون له کوچني اختر څخه يوه ورځ مخکې اعلان کړى و، چې د رايو د بيا څېړنو لړۍ د کوچني اختر د رخصتيو تر پاى پورې ځنډول شوې ده.
تر دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس احمديوسف نورستاني ويلي و، ترڅو چې دواړه ټاکنيز ټيمونه په رسمي ډول په يوه کړنلاره سلا شوي نه وي او هغه يې لاسليک کړې نه وي، ترهغه به د رايو بيا څېړنې پروسه پيل نه کړي.
د دې کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي نن پنجشنبې د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: (( کوم پروپوزل، چې د يوناما له خوا کمېسيون ته سپارل شوى دى، د دواړو کانديدانو نظريات په کې اخيستل شوي دي او د ټاکنو د کمېسيون له خوا منل شوى دى.))
هوتکي زياته کړه، چې دټاکنو کمېسيون به د شنبې په ورځ د رايو د بيا څېړنې لړۍ له سره پيل کړي.
د ټاکنو د کمېسيون دا پرېکړه په داسې حال کې مطرح کيږي، چې د رايو د بيا څېړنې پروسه د چنګاښ په ٢٦ مه له پيل څخه درې ځله د ټاکنيزو دوو ټيمونو ترمنځ د رايو د بيا څېړنې او باطلولو پرسر د اختلاف له امله ځنډ او خنډ سره مخ شوې ده.
هوتکي د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا که د بل ځل لپاره يو له دې ټاکنيزو ټيمونو څخه د رايو د بيا څېړنو له پروسې بهر شي کومه تګلاره مخته وړئ؟ وويل: ((دا ځل کمېسيون خپل کار ته ادامه ورکوي.))
که څه هم د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ زياتې ناستې ترسره شوي، ترڅو د رايو د بيا څېړنې او باطلولو په ځانګړې کړنلاره يوې پرېکړې ته ورسيږي، خو بيا هم ليدل کيږي، چې دې هلوځلو کومه مثبته نتيجه نه ده ورکړې.
د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم وياند طاهر زُهير وايي، د يوناما کړنلاره دوى ته د منلو وړ ده، خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند مجيب رحيمي بيا وايي، په دې اړه يو څه جدي غوښتنې لري، چې بايد په پام کې ونيول شي.
رحيمي وايي، که د دوى غوښتنې په پام کې ونه نيول شي ، نو د هغو پراخه درغليو او سرغړونو چې ترسره شوي په پام کې نيولو سره يو شفاف او عادلانه رول نه شي ترسره کولاى.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم وياند په وينا: (( کله چې دواړه خواوې ( ټاکنيز ټيمونه) غوښتنې ولري، دا هر لحظه د دې پروسې نه د وتلو لپاره بيا يوه زمينه برابروي.))
له پيل نه تراوسه د رايو د بيا څېړنو د پروسې ١٥ ورځې تيريږي، چې څه دپاسه ١٥٠٠ د رايو صندقونه څېړل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي و ، چې د سلو کاري ټيمونو په رامنځته کولو سره به هره ورځ زر صندقونه وڅېړي .
کمېسيون وايي، چې د رايو د ټولو ٢٣ زره صندقونو څېړل له درېيو څخه تر څلورو اونيو پورې وخت نيسي او کوم هدف يې چې ټاکلى ، ځان ورته رسوي.