کابل ( پژواک، ۹ زمری ۹۳ ) ولسمشر حامد کرزي افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا له ځانګړي استازي ډانیل فیلډمین سره ولیدل.
له ارګ څخه د زمري په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ، په دې لیدنه چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو مشرانو دافغانستان د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو د رایو دبیا شمیرنې او څیړنو په اړه خبرې وکړې او دامریکا ځانګړي استازي په دې اړه ولسمشر تازه معلومات ورکړل.
سرچینه کاږي، ولسمشر یو ځل بیا ژر تر ژره ددې پروسې پر بشپړیدو ټینګار وکړ او وې ویل چې میلیونون هیوادوالو په ټاکنو کې برخه اخیستې او د خپل نوي ولسمشر او نوي حکومت جوړیدو ته لیواله دي.
دیادونې وړ ده چې ډانیل فیلډمین د پخواني استازي جیمز ډوبینزپر ځای ټاکل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP