Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حصاک په نښته کې د ۷۸ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

جلال اباد (پژواک ١٠ زمرى ٩٣): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په حصارک ولسوالۍ کې د يوې اونۍ جګړې په ترڅ کې ۷۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) په يوې خبرې ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې په حصارک ولسوالۍ له څلورو خواوو نه د وسله والو طالبانو له خوا نښته پيل شوې، چې اوس هم دوام لري .

د ده په وينا، په دې نښته کې ۲۵۰ پاکستانۍ ملېشه برخه لري او د نښتې مشري د پاکستان د ای ايس ای د افسرانو په لاس کې ده.

نوموړي زياته کړه، په دې نښته کې د پاکستانۍ ملېشو ترڅنګ د ازرې، شېرزادو، خوګياڼو او حصارک ولسواليو طالبان هم شتون لري.

هغه وايي، څو ورځې وړاندې (د زمري ٦مه) چې د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ بريد شوى وو، په کې شپېتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او شپږ پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان وو.

شېرزاد زياته کړه، نن د جمعې (د زمري ١٠مه) په سهار يو ځل بيا وسله والو د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ، چې په پايله کې يې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان ووايي، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتى او سيمې ته يې تازه دم ځواکونه او تجهيزات استولي دي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د امنيتي ځواکونو مورال قوي دی او هېڅکله به چاته اجازه ورنه کړي، چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

خو وسله وال طالبان بيا د حکومتي مسوولينو خبره ردوي او وايي، چې په دې نښتو کې د دوى يواځې دوه تنه وژل شوي او څلور ټپيان دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په حصارک کې يې د دولت ٨ پوستې نيولي او ګڼ شمېر حکومتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.