ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نادعلي اوسېدونکي: زورواکو مو ځمکې غصب کړي

د نادعلي اوسېدونکي: زورواکو مو ځمکې غصب کړي

author avatar
1 Aug 2014 - 11:54
د نادعلي اوسېدونکي: زورواکو مو ځمکې غصب کړي
author avatar
1 Aug 2014 - 11:54

لښکرګاه (پژواک ١٠ زمرى ۹۳): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي، چې يو شمېر زورواکو يې ځمکې غصب کړې دي، په داسې حال کې چې تر شپېتو کلونو وړاندې اسناد يې په لاس کې لري.

د يادې ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو په مرکز لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل، درېيو دولتي کسانو د دوى هغه ځمکې يې په زور نيولي، چې ۶۲ کاله وړاندې د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال ورکړل شوې دي.

لښکرګاه ته راغلو کسانو کې د فضل احمدي په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ۸۴ جريبه ځمکه چې د هغه وخت دولت دوى ته ورکړې، کورونه او باغونه هم ورته جوړ کړي او په املاکو کې ثبت ده.

ده زياته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د مجاهدينو د حکومت پرمهال درېيو کسانو طالب حيدري، ملا خاکسار او ملا وزير په زور ځمکې ترې لاندې کړې او ترڅنګ يې سل جريبه دولتي ځمکه هم غصب کړې ده.

د پاينده محمد په نوم يوه بل قومي مشر پژواک ته وويل، دوى په نادعلي ولسوالۍ کې ناقل دي او خپله ځمکه يې د اسنادو پربنسټ چې په لاس کې يې لري، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال بېرته له زورواکانو واخيسته، خو د اوسنۍ ادارې په راتلو سره، يادو کسانو له خپل واک څخه په ګټې اخيستو د دوى ځمکې بېرته ترې نيولې دي.

د هغه په خبره، اوس يې املاکو او ټولو ادارو په اساس کې ملکيتونه د دوى بللي او تاييد کړي يې دي او ژمنه يې ورکړې وه، چې ډېر ژر به يې ورته وسپاري، خو اوسمهال يې يو ناڅاپه دوى ته ځواب ورکړى، چې دا ځمکي د دوى نه، بلکې دولتي او هغو کسانو دولتي ځمکې لاندې کړې دي.

د حاجي محمد خان په نوم هم يو بل تن هم پژواک ته وويل، ياد کسان له نورو سيمو څخه د خپل قدرت پرمهال راغلي او د دوى له بې وزلۍ څخه يې ګټه پورته کړې ده.

ده زياته کړه، په املاکو کې د دوى ټول اسناد تاييد شوي، خو زورواکو اوس بيا دعوه پيل کړې، له خپل زور او پيسو څخه يې کار اخيستى، د املا کو او ولايت نورو ادارو يې ځمکې ته د دولتي ملکيت بڼه ورکړې ده.

دى وايي: “نور نو موږ په تنګ شوي يو، زموږ لسګونه ځوانان به د ځمکي پر سر ودرېږي او هرچا يې که مخالفت وکړ، د سرونو په بيه به يې مخنيوى وکړي، چې بيا به د دې ستونزې مسووليت په اړوندو دولتي ادارو وي.”

بل خوا په لښکرګاه کې د املاکو د ادارې مشر قدرت الله شرافت مني، چې د نادعلي د خلکو اسناد سم دي او دوى سره د راجستر په کتاب کې هم ثبت دي او له هغه وخته چې دوى ته يې مراجعه کړې، د اسنادو پخلى يې ورته کړى دى.

ده زياته کړه، يادو کسانو ته دغه ځمکې په قانوني ډول ورکړل شوې دي، خو دا يې هم وويل، چې د يادو خلکو له قانوني ځمکو تر څنګ دولتي ځمکي هم شتون لري.

د هغه په وينا، دوى د نادعلي د خلکو د قانوني ځمکو پخلى کړى او اوسمهال يې په وړاندې خنډ د ولايت مقام اچولى، چې دوى يې هم په اړه ډېر معلومات نه لري.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم بيا په دې اړه وايي: “دواړه خواوې اسناد لري، دوى به يې وګوري، کومه ډله چې په حق وه، ځمکې به ورته وسپارل شي او د مقابل لوري لاس به ترې لنډ کړي.”

نوموړي پژواک ته زياته کړه، پر يادې موضوع کار کوي او يو مسلکي پلاوى به سيمې ته هم ولېږي، څو هر څه ښکاره او حق په حقدار وسپاري.

د يادولو ده چې په دې ولايت کې سلګونه زره نورې دولتي او نادولتي ځمکې هم د يو شمېر زورواکو له خوا غصب شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.