Language

ايساف په شمال کې د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموريت پيل کړ

مزارشريف (پژواک ١١ زمرى ٩٣): د شمال زون د ايساف قومانداني افغان ځواکونو ته پر روزنيزې، مشوره ورکوونکې او ملاتړې قوماندانۍ باندې بدله شوه.

د شمال زون د سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د قوماندانۍ قوماندان تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې بدل شو، چې ورسره د دې قوماندانۍ بڼه پر روزنيزې، مشوره ورکونکې او ملاتړې قوماندانۍ باندې واوښته.

د شمال زون د سوله ساتو ځواکونو قوماندان تورن جنرال بيرندشت (Bernd Schutt) خپل ځای تېره ورځ بريد جنرال هرالدګانتې (Harald Gante) ته پرېښود، چې نوموړي د شمال زون د ايساف د نوي ماموريت د مسوول په توګه خپله دنده پيل کړه.

جنرال بيرندشت په يادو مراسمو کې وويل، چې د شمال زون د ا يساف قومانداني د بڼې بدلولو بنسټيزه موخه د امنيت ټينګښت او د ترهګرو د له منځه وړو په موخه د افغان ځواکونو د تلپاتي وړتيا رامنځ ته کول دي.

نوموړي زياته کړه چې تر دې دمه يادې چارې ښې ترسره شوې نو بايد همداسې وساتل شي.

د هغه په وينا، د افغان ځواکونو له لوري د خپل وطن د امنيتي مسووليت اخيستنه د دې سپارښتنه کوي چې دوی په افغانستان کې د مثبت بدلون لپاره زمينه برابره کړې ده.

په يادو مراسمو کې د المان د اردو د سوق او ادارې عملياتي قوماندان ډګر جنرال هانز ورنر فريتس (Hans Werner Frits) هم برخه اخيستې وه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې افغان ځواکونو د ولسمشريزو ټاکنو په دواړو پړاوونو کې وښوده چې دوی په سمه توګه د خپل هېواد امنيتي مسووليت ادا کړی دی.

نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې د افغان دولت مخالفو وسله والو تل هڅه کړې چې د ټاکنو پروسې ته زيان واړوي خو افغان ځواکونو يې په تېرو ټاکنو کې په پوره مېړانه مخه ونيوله.

د هغه په وينا، که څه هم د ايساف په چوکاټ کې ملاتړ ورځ تر بلې کمېږي خو دوی وعده کوي چې دغه لاره به له افغانانو سره يو ځای وهي او افغانستان به يوازې نه پرېږدي.

د يادونې ده چې په شمال کې د ايساف قومانداني د جرمني له ځواکونو سره ده.