Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستاني پوځيانو په حصارک کې د وسله والو مرسته کوله

جلال اباد (پژواک  ١١ زمرى ٩٣): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د نښتو او هوايي بريدونو پر مهال ٥٠ وسله وال وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد د زمري په ١١مه په يوه خبري غونډه کې وويل ، چې تېره شپه سلګونه وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ پر مقام او څو پوستو بريدونه پيل کړل.

د شېرزاد په وينا، د بريدونو پر مهال د ايساف چورلکې هم سيمې ته را ورسېدې او پر وسله والو يې بريدونه پيل کړل، چې ياده مرګ ژوبله ورته واوښته.

امنيه قوماندان وايي چې د پاکستان څارګرې ادارې او پوځيانو د دغو  بريدونو پر مهال د وسله والو طالبانو مرسته او همکاري کوله.

شېرزاد زياتوي چې د وسله والو طالبانو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د حصارک په جګړه کې وسله والو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ، خو وايي چې تر ٣٠ ډېر پوليس وژل شوي دي.

د مجاهد په خبره، چې د پوليسو څو پوستې يې هم نيولي او تر اوسه د دوى په ولکه کې دي، خو چارواکي دا ادعاوې ردوي.

د اختر په دويمه (چهارشنبې ٨مه) هم سلګونه وسله والو د حصارک ولسوالۍ پر مقام او څو پوستو ورته بريد کړ‌ى و، چې د چارواکو په وينا، تر ٦٠ ډېرو وسله والو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.