Language

پل علم کې ٢١ وسله وال وژل شوي

پل علم، اسعد اباد (پژواک  ١١ زمرى ٩٣): په لوګر کې د افغان او بهرنيو پوځيانو په ګډو عملياتو کې ٢١ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات نن غرمه ″دوشنبې″ د مرکز پل علم اړوند سيمه کې ترسره شول.

امنيه قوماندان وويل، د عملياتو پر مهال  د  بهرنيو پوځيانو چورلکو  هم بريدونه کړي ، چې په کې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسحاقزي زياته کړه چې لا هم په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي خو په دې اړه يې څه ونه ويل، چې بهرني پوځيان لا هم په کې  برخه لري که نه؟

نوموړي وويل، چې په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو او ځايي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پل علم  د دوشنبې سيمې يوه اوسېدونکي محب الله پژواک ته وويل چې نن يې په سيمه کې د افغان او بهرنيو پوځيانو له لوري ځمکني او هوايي عمليات ترسره شوي دي.

هغه وايي چې د عملياتو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو يادونه يې وکړه چې بهرنيو پوځيانو هم بريدونه کړي او ښايي مرګ ژوبله ولري.

د يوه بل خبر له مخې ، تېره شپه بهرنيو ځواکونو د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړونده د باروګۍ په سيمه کې  بې پيلوټه الوتکې بريد کړى دى.

امنيه قوماندان وايي چې په دې بريد کې څلور وسله وال وژل شوي ، خو دسيمې اوسېدونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics