کندهار (پژواک، ١١ زمرى ٩٣): د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي ، چې د ژېړۍ په عملياتو کې يې ١٠٨ وسله وال مخالفين وژلي دي.
دغه عمليات د روژې له ٢٦ را هيسې تر هغه وروسته د ژېړۍ او ميوند ولسواليو په ځينو سيمو کې پيل شول، چې شاوخوا ٢٥٠ وسله والو پر بېلابېلو امنيتي پوستو هم مهاله وسله وال بريدونه پيل کړل.
سرچينې وايي، دغه وسله وال د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې تر سختو جګړو وروسته د ميوند ولسوالۍ له لارې ژېړۍ ته راغلي وو.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ژېړۍ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې اوس هم چاڼيز عمليات دوام لري ، چې مهمه برخه يې عامه لارې له ماينونو څخه پاکول او د وسله والو د فعاليتونو مخنيوى دى.
هغه زياته کړه، لسګونو وسله والو مخالفينو څو ورځې وړاندې د ژېړۍ ولسوالۍ په نادي، پاشمول، نلغام، سياه چوى او ځينو نورو سيمو کې د سيمه ييزو او ملي پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.
دى وايي، ګډو افغان امنيتي ځواکونو د وسله والو د دغو بريدونو پر وړاندې عمليات پيل کړل، چې تر دې مهاله په کې ١٠٨ وسله وال وژل شوي، ٢٧ ژوندي نيول شوي او ٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
دراني زياته کړه ، چې په وژل شويو کې درې مهم طالب قوماندانان غلام نبي، عبدالرحمن او باز الکو هم شامل دي، چې امنيتي ځواکونه يې له ډېره وخته راهيسې په لټه کې وو.
امنيتي ځواکونو ته د اوښتو زيانونو په اړه د امنيه قوماندانۍ دغه وياند وويل، چې په عملياتو کې ٤ تنه د ملي اردو سرتېري او ٤ ملي پوليس وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي،او دغه راز په دغه جګړه کې درې تنه ملکي وګړي هم وژل شوي ، چې يو يې ماشوم دى.
دراني زياته کړه، چې د عملياتو په لړ کې ١٥٠ ماينونه کشف او شنډ شوي او ٦٠ ميله درنه او سپکه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هغوى د معلوماتو له مخې، په وژل شويو وسله والو مخالفينو کې ډېرى يې د بهرنيو هېوادونو اوسېدونکي دي.
ده وويل ، چې د ډېرو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي، خو ځينې يې د نړيوال سره صليب ادارې ته سپارل شوي، تر څو هغوى يې خپلو کورنيو ته وسپاري.
د ژېړۍ د امنيتي وضعيت په اړه مينه پال وويل ، چې اوس هلته امنيتي وضعيت ښه شوى، خو لا هم په ځينو سيمو کې چاڼيز عمليات دوام لري او ګڼ شمېر سيمې او لارې له ماينونو پاکې شوې دي.
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو د پراخو بريدونو هدف له ټاکنيزې معضلې څخه په استفاده د سيمو ناامنه کول او د ځينو تر خپلې ولکې لاندې راوستل دي.
له ژېړۍ ولسوالۍ سره په خوا کې د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، چې د ولسوالۍ امنيتي ځواکونو يې په ژېړۍ کې د وسله والو پر ضد په عملياتو کې مرسته کړې ده.
دى وايي، چې که څه هم ژېړۍ او پنجوايي څنګ پر څنګ پرتې ولسوالۍ دي، خو هغوى خپلې پولې ټينګې ساتلي او وسله والو ته يې دا فرصت نه دى ورکړى، چې د دغې ولسوالۍ کليو ته ننوځي.
بله خوا د سيمې اوسېدونکي وايي، چې وسله والو مخالفينو په ژېړۍ کې داسې مهال بريدونه پيل کړل، چې د مېوو د رسېدو موسم دى.
د ژېړۍ د پاشمول سيمې يوه اوسېدونکي حاجي عبدالقيوم پژوک اژانس ته وويل ، چې د سيمې ډېرى اوسېدونکي د جګړې له لاسه نه، بلکې د جګړو د مړو د بدبويي له لاسه له خپلو کورونو تللي ، چې اوس هم په ځينو سيمو کې پراته دي.
دى وايي، وسله والو د روژې په ٢٦مه، داسې مهال وسله واله جګړه پيل کړه، چې د مېوو د حاصلاتو ټولولو وخت دى او خلکو ورته پوره کال انتظار کړى دى.
د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو نه يواځې له امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړه پيل کړه، بلکې په لارو کې يې په پراخه کچه ماينونه خښ کړي، چې ډېرى کروندګر او باغ لرونکي له وېرې خپلو باغونو او کورونو ته نه شي تللى.
دى وايي، امنيتي ځواکونو اوسمهال د دوى په سيمه کې د چاڼيزو عملياتو تر څنګ د خلکو په مرسته د ماينونو د پيدا کولو او له منځه وړلو لړۍ پيل کړې ده.
ژېړۍ د کندهار ښار په لوېديځ کې د ٢٥ کيلومتره په واټن پرته ده ،چې د کندهار- هرات لويه لاره له همدې کرنيزې ولسوالۍ څخه تېرېږي.
څو کاله مخکې دغه ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو د مهم پټنځاى په توګه پېژندل کېده، چې وروسته په کې د همکارۍ په نوم عمليات وشول او سيمه ييز پوليس په کې فعال شول، چې امنيتي وضعيت يې ورسره ښه شو.