لښکرګاه (پژواک ۱۱ زمری ۹۳): په هلمند او کندهار ولايتونو کې د چاودنو له امله شپږ ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د سنګین په ″ساروان″ کلا سیمه کې د ماين چاودنې د دوو مېرمنو او يو ماشوم په ګډون شپږ ملکي کسان ووژل.
ځواک وايي، وژل شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي ، چې د سنګين په جګړو کې بې ځايه شوي وو او اوس بېرته خپلو سيمو ته ستنېدل چې په لاره کې پرې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په هلمند کې د بېلابېلو پېښو پر مهال د لسو پوليسو د وژل کېدو ادعا کړې؛ چارواکي دا ادعا ردوي.
په ورته مهال د کندهار چارواکي وايي، چې د خاکرېز په ولسوالۍ کې ماين چاودنې څلور ماشومان ټپيان کړي دي.
د دغه ولايت د مطبوعاتو له دفتره د زمري په ١١مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د اپېښه نن سهار د خاکرېز ولسوالۍ د ″شاه اغا″ زيارت ته څېرمه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې وسله والو په دې سيمه کې د ريموټ کنټرول يو ماين پر يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى کړى و، چې د يادو ماشومانو د تېرېدو پر مهال يې چاودنه ورکړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.