Language

د نو ګنبد تاريخي کيسې او نښې لا هم پاتې دي

مزارشريف (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): نو ګنبد يا حج پياده، په بلخ کې د زردشتيانو پر اتشکدې جوړ شوی جومات دی چې لا يې هم ولسي او تاريخي کيسې او نښې پاتې دي.

نوګنبد جومات چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې موقيعت لري، په تاريخي کتابونو کې د نوګنبدان په نامه هم ياد شوی او عام خلک يې حاجي پياده هم بولي.

دغه جومات د مزار-شبرغان پر لويه لاره، وزير محمد ګل خان مومند څلورلارې ته څېرمه سوېل لور ته په درې کيلومترۍ کې جوړ شوی چې لا يې هم د ودانۍ ځينې څنډې او ستنې له ورايه ښکاري او د پخوانيو تاريخونو کيسې له ځانه سره لري.

د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د نوګنبد جومات د جوړېدو په اړه وويل، چې په تاريخ کې يې د جوړېدو مهال او د جوړوونکو په اړه بېلابېل نظرونه دي. ځيني وايي، چې په ۱۰۷ هجري قمري کال کې جوړ شوی او ځيني بيا په دې نظر دی، چې له دې کلونو وروسته اباد شوی.

دا نو هغه وخت دی، چې په بغداد کې هارون رشيد د مسلمانانو د خلافت مشري کوي.

نوموړي زياته کړه چې په دې اړه ټول همنظره دي چې د برمکيانو پر مهال جوړ شوی او د جوړونکو په کتار کې يې د ابوخالد برمکي او يحی برمکي نومونه ډېر اخيستل کېږي.

خليق وويل: ((د جومات ساحه ۲۲ جريبه ځمکه ده، چې په ۳۹۰ متر مربع ساحه کې يې د جومات ودانۍ جوړه شوې، ودانۍ يې ۱۵ ستنې درلودې، چې لس يې په دېوالونو کې ځای پر ځای شوې وې او ۶ يې په منځ کې وې، چې د همدغو ستنو په مرسته يې ۹ ګنبدې ولاړې وې.))

نوموړي زياته کړه، همدا لامل دی چې په تاريخي کتابونو کې د نوګنبد يا نوګنبدان په نامه ياد شوی دی.

د هغه په وينا، د دغه جومات د ودانۍ په پاتې شونو کې د ساساني دور د هنر بېلګې تر سترګو کېږي، چې د بودايي دور نښاني له ځانه سره لري. د جومات په ګنبدونو کې هغه  ګلان نقاشي شوې، چې د زدرشت پيروانو ته يې خورا ارزښت درلود، د دې تر څنګ په اوسنيو ولاړو ستنو کې يې د انګورو د تاک او د بادامچو نقاشي له ورايه ښکاري.

په ځينو تاريخي کتابونو کې راغلي چې د زردشتيانو پر مهال د همدغه جومات پر ځای اتش کده ولاړه وه، چې هغه مهال يې خورا مذهبي ارزښت درلود.

د افغانستان د تاريخي ځايونو په اړه د ليکل شوي کتاب-لرغونې مينې ليکوال مطيع الله اباسين پژواک ته وويل، چې پر ۱۷۸هجري کال فضل بن يحی برمکي په بلخ کې  د دغه ستر جومات بنسټ کېښود.

نوموړي زياته کړه، چې تر همدغه کاله د نوبهار معبد ودانۍ جوړه پاتې وه.

اباسين وويل: ((يحی برمکي د نوبهار معبد يا اتش کده بشپړه ورانه نه کړه  او تر څنګ يې د دې تاريخي جومات ودانۍ جوړه کړه، چې په افغانستان کې يې لومړنۍ تاريخي جومات ګڼلی شو، چې لا يې هم نښې پاتې دي؛ خو د ښکلا له پلوه بې ساری دی.))

همداراز په تاريخي کتابونو کې د بلخ پخوانۍ شاعرې-دقيقه بلخي له وينا څخه کله چې پر دغه ځای جومات هم جوړ شو، نو د پخوانۍ اتش کدې ځينې کيسې يې له ځانه سره لرلې.

نوموړى وايي، چې زردشتيان دغه ځای ته هومره په ارزښت قايل وو، لکه څومره چې مسلمانان کعبې شريفې ته قايل دي. وايي، چې د نوورز په شپو ورځو کې به د اريانا له بېلابېلو برخو دلته خلک راتلل او د دغه ځای تقدس ته قايل و.

خو عام خلک، چې دغه جومات ((حج پياده)) بولي، په اړه بېل نظر لري.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي ۷۵ کلن حاجي اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځای ته هغه خلک، چې کعبې شريفې ته د غريبۍ له امله حج ته نشول تلی؛ نو دغه جومات ته به راتلل او د حج د مراسمو تر پايه پورې به په کې دېره وو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کيسې دوی ته له پخوا ور پاتې دي، چې له همدې امله دغه جومات ته حج پياده ويل کېږي.

حاجي اغا وويل: ((خلک به د عرفې له ورځې دې جومات ته راغلل، نفلونه به يې کول، نذرونه به يې ورکول او داسې به انګېرل کېده چې کواګې حج يې وکړ.))

خو د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق بيا دغه کيسې له تاريخي اړه بې ارزښته بولي. ويې ويل، چې په هېڅ تاريخي کتاب کې د نو ګنبد جومات په اړه دغسې داستان نشته دی.

خو نوموړي زياته کړه، چې د ده له نظره يادې کيسې له دغه ځای سره له هغه وخته تړلې ښکاري، کوم وخت چې د همدې جومات پر ځای نوبهار اتشکده وه.

د هغه په وينا يادې اتشکدې په ټوله اريانا کې د هغه وخت د مذهب له اړخه دومره ارزښت درلود، لکه کعبه چې يې د نړۍ مسلمانانو ته لري.

خليق وويل، چې ممکن دغه کيسې له هماغه وخت له يو نسل څخه بل نسل ته پاتې وي، چې زيات تړاو يې له اتشکدې سره دی؛ خو د جومات له جوړېدو وروسته هم د عامو خلکو په ذهنونو کې له يو څه بدلون سره خوندي پاتې شوې دي.

که څه هم د ياد جومات نښې لا هم د يو لرغوني ځای په توګه پاتې دي. د جومات له شپږ منځينو ستنو څخه څلور له ورايه ښکاري، چې پکې نقاشي هم تر سترګو کېږي، ورسره د جومات د درې لوريو دېوالونه هم يو څه پاتې دي.

خليق وويل، چې دغه جومات له جوړېدو نږدې سل کاله وروسته په لومړۍ هجري قمري پېړۍ کې د سختې زلزلې له امله ونړېد، چې له هغه وروسته يې د بيا جوړېدو هڅه نه ده شوې.

خو د لرغونې مينې کتاب ليکوال مطيع الله اباسين وايي، چې نو ګنبد جومات د چنګيز په بريدونو کې وران شو، که څه هم هماغه وخت بيا رغول شوی؛ خو د ناخوالو په ټس کې نن بيا ويجاړ دی.

خو خليق وويل، چې تاريخ کې يې د بيا نه جوړېدو يو دليل دا راغلی، چې هغه مهال داسې انګېرنې هم وې، چې دغه جومات د يوې اتشکدې پر ځای جوړ شوی؛ نو بيا جوړېدل يې نه دي پکار؛ خو وخت ناوخت يې په همدې پاتې بڼه د ساتنې هڅې شوې دي.

د هغه په وينا، د داود خان د دورې پر مهال ۱۳۵۲ کې پرې اوسپنيز پوښ جوړ شو، چې له باد او باران څخه په امان وی، چې اوس هم پرې ولاړ دی. په ۱۳۸۴ کې په افغانستان کې د فرانسوي لرغونپوهانو لخوا يې شاوخوا يو ډول تيکه ونيول شوه، چې له بارانونو خوندي پاتې شي.

خليق وويل، چې د نوګنبد جومات د ساحې ځمکه په اويايمه لسيزه کې د جنګونو له امله د شاوخوا زميندارانو له خوا غصب کړای شوې وه، چې په ۱۳۸۵ لمريز کې د بلخ د دولتي ادارې په مرسته بېرته راوګرځول شوه.

په بلخ کې د نوګنبد جومات سربېره هم ځيني لرغوني جوماتونه او مدرسې شته دي.

صالح محمد خليق وويل، چې په بلخ ولسوالۍ کې د خواحه ابونصر پارسا جومات، چې د تيموريانو له دورې سره تړاو لري، چې له ننه ۵۰۰ ميلادي کاله پخوا جوړ شوی دی، په مزارشريف کې د روضې شريفې د ساختمان لومړۍ ګنبده هم جومات و، چې په لسمه هجري قمري پېړۍ کې جوړ شوی و، چې وروسته په ګنبد باندې بدل شو.

همداراز په خلم ولسوالۍ کې د افغانيه په نامه مدرسه او جامع جومات او خيشتی مدرسه، چې د امر عبدالرحمن خان په دوره کې جوړې شوې وې.

خليق وويل، چې د بلخ لرغوني سيمې له بېلا بېلو ګواښونو سره مخ دي، چې مهم يې په خپل سر کېندنې دي، چې په ځينو سيمو کې روانې دي.

Related Topics