لښکرګاه (پژواک ۱۲ زمرى ۹۳): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې طالب مشرانو خپل هغه ١٧ وسله وال وژلي چې له افغان سرتېرو سره په جګړه کې پر شا شوي وو.
د ۲۱۵ میوندقول اردو دعامه اړیکو مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ په يادې ولسوالۍ کې له ګډو پوځي عملياتو وروسته رامنځته شوې ده.
د ځاځي په وينا، تېره ورځ د سنګين په بوستانزو، پوزه، ګرم اب، باركزو، خانانو او حاجي وكيل په سيمو کې ګډو ځواکونو د عملياتو او نښتو په ترڅ کې ٤٢ وسله وال وژلي او ١٧ نور يې ټپيان کړي دي.
هغه وايي، چې له يادو سيمو يو شمېر وسله وال د ″شهزاده″ سيمې ته تښتېدلي او هلته د خپلو مشرانو له لوري تر نيول کېدو وروسته وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې په دغو عملياتوكې افغان ځواكونه مرګ ژوبله نه لري او ۲۴۵ كړۍ ماينونه يې هم كشف اوشنډ كړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د سنګين په بېلابېلوسيموكې يې د ماين چاودنو په ترڅ کې د يو شمېر افغان سرتېرو د ژولو ادعا کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP