غزني (پژواک ۱۲ زمری ۹۳): په غزني کې دوه تښتول شوي ځوانان د تښتوونکو له بنده راخوشې شول.
د غزني د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر اسدالله انصافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د اختر په درېيمه ورځ تښتول شوي وو او نن (د زمري ١٢مه) د يو لړ عملياتو په ترڅ کې را خوشې شول.
انصافي وايي، د ۱۷ او ۱۵ کلونو په عمر ياد ځوانان يې د غزني ښار د ″کولاغچ″ په سيمه کې په يوه کور کې پيدا کړل او خپلو کورنيو ته يې وسپارل.
د امنيت امر وايي، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو نورې څېړنې هم روانې دي او تر اوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.