چاريکار (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): د پروان په سيدخېلو ولسوالۍ کې وسله والو غلو د لاسي بم په بريد کې د يوې کورنۍ دوه ښځې ټپيانې کړې او يو ماشوم يې وژلى دى.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پنځه وسله وال غله تېره شپه د يادې ولسوالۍ د شکورخېلو په کلي کې يو کور ته ورننوتي وو.
د هغه په وينا، مخکې له دې چې دغه وسله وال د کور کالي او قيمتي توکي غلا کړي، د يادې کورنۍ غړو ليدلي وو او غلو سم له لاسه يوې خونې ته لاسي بم ورغورځولى دى.
مموزي وويل چې پوليسو د يادو غلو د پېژندګلوۍ او نيولو هڅې پيل کړې دي.
د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدقسيم سعيدي وايي چې له ټپيانو يوه ښځه د پروان په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې ده خو بله چې ټپونه يې ژور و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوې ده.
هغه وويل، چې په ياد بريد کې د وژل شوي ١٢ کلن ماشوم مړى هم دغه روغتون ته ور وړل شوى دى.
وسله والو وړمه شپه هم د سيدخېلو ولسوالۍ په ناصرخېلو سيمه کې يو تن خپل کور ته پر لاره او د تېرې جمعې په شپه بل تن په خپل کور کې وژلى و.
چارواکي وايي چې دغه وژنې د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوې دي.
د پروان ولايتي روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين تېره ورځ د کره شمېرو له وړاندې کولو پرته پژواک ته وويل، چې دې روغتون ته د وروړل شويو ټپيانو شمېر ښيي، چې په دې ولايت کې د تېر کال په پرتله جنايي پېښې ډېرې شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP