جلال اباد(پژواک١٢زمرى٩٣): له ننګرهار ولايت څخه له تېرو ١٢ کلونو راهيسې خپرېدونکې مينه مجله د ګواښونو له امله بنده شوې ده.
د مينې مجلې مسوول مدير عزت الله ځواب د زمري په ١٢مه، د يوې خبري غونډې پر مهال وويل ، چې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې يې دغه مجله له ننګرهار څخه چاپوله او د هېواد ډېرو برخو ته يې لېږله .
دى وايي، چې ياده مجله اوس تر ٦٠ مې ګڼې رسېدلې، خو په سيمه کې د يو شمېر مافيايي کړيو او د فرهنګ دښمنانو يې مخه ډب کړه.
هغه زياته کړه: (( مينه مې د خلکو د مينې په اساس، تر شپيتمې ګڼې چاپ کړه، هر ډول ستونزې مشکلات مې په کې وګالل، خو زه نن ډېر خواشينى يم چې دغه مجله مې د ګواښونو له امله وتړله.))
دى وايي، وخت ناوخته له داسې ټېلېفوني او مخامخ د مرګ له ګواښونو سره مخ شوى، چې د زغم وړ نه دي او پرېکړه يې وکړه ، چې د مينې مجله دنامعلوم وخت لپاره وتړي .
نوموړي د چا نوم ياد نکړ، خو زياته يې کړه چې دغه ګواښونه ورته د پخوانيو قوماندانانو او نا مسوولو وسله والو له خوا شوي دي.
د ځواب په وينا، د بشر حقونو خپلواک کمېسيون ، د ملګرو ملتونو نمايندګۍ يوناما، د ژورنالېستانو ټولنو او ملي امنيت ادارې ورته تر دا مهاله کوم ډاډ نه دى ورکړى.
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون د مينې مجلې پر تړل کېدا ژوره خواشيني څرګنده او ياده کړنه يې د بيان ازادۍ پر وړاندې يو ستر خنډ وباله.
ازمون زياتوي، چې په ټول هېواد کې او بيا په خاص ډول په ننګرهار کې د بيان ازادۍ پر وړاندې يو شمېر کړۍ موجودې دي ، چې تر ګواښ لاندې يې راولي.
نوموړي له اړونده ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې ياده موضوع دې جدي تعقيب کړي.
دى وايي: (( که چېرې داسې وي، نو بيا به ټول خبريالان مايکونه او کمرې کيږدي، ځکه دلته خو زورواکي او دلته ټوپک سالاري ده.))
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل ، چې تر دې دمه د مينې مجلې د ادارې له لوري دوى ته د ګواښونو کوم رسمي خبر نه دى ورکړل شوى.
ده زياته کړه، چې که دوى ته په رسمي شکل خبر ورکړل شي ، نو دوى به په هر حال يادې موضوع ته رسيدګي وکړي او د حل په منظور به يې لازمې کړنې ترسره کړي.
ياده دې وي ، چې وړمه ورځ په ختيځ کې د اريانا تلوېزيون خبريال هم د ننګرهار د امنيه قوماندان له لوري وګواښل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP